د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

بخښنې نړيوال سازمان: ايران کې د اعتراضونو له پيله ١٠٦ کسان وژل شوي


ایران کې د اعتراض کوونکو انځور
ایران کې د اعتراض کوونکو انځور

د بخښنې نړيوال سازمان وايي، په ايران کې د وروستيو اعتراضونو له پيله ١٠٦ کسان وژل شوي دي.

له جمعې راهيسې د ايران په څه باندې ٢٠ ښارونو کې اعتراضونه روان دي.

په زرګونو کسان د تېلو د بيو د لوړېدو په اعتراض لارو کوڅو ته راوتلي چې د امنيتي ځواکونو له جدي عکس العمل سره مخ شوي دي.

د بخښنې نړيوال سازمان يا امنستي انټرنېشنل پرون سې شنبه په يوه اعلاميه کې وويل، دوى ته د ور رسېدلو کره راپورونو له مخې په ٢١ ښارونو کې د اعتراضونو پر مهال ١٠٦ کسان وژل شوي دي.

دغې ادارې اندېښنه ښوولې چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې لا زيات وي، ځکه د دې ادارې په حواله په ځينو راپورونو کې د ٢٠٠ کسانو د وژل کېدو خبره شوې ده.

د بخښنې نړيوال سازمان دغه راز ويلي، د شاهدانو د څرګندونو او هغو ويډيوګانو پر اساس چې دوى ارزولي، د ايران امنيتي ځواکونه د دنګو ودانيو له بامونو د خلکو پر ډلو ډزې کوي.

د اعلاميې په دوام د عيني شاهدانو په حواله ويل شوي، چې امنيتي ځواکونو د اعتراض کوونکو مړي راټول او پټ کړي دي.

پرون تر دې اعلاميې مخکې ملګرو ملتونو له تهران څخه وغوښتل چې د سوله ييزو اعتراضونو پر مهال د ځواک له کارولو ډډه وکړي او د انټرنټ پرچاوي ختمه کړي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنيرۍ وياند روپيرت کولويل په جنيوا کې وويل، د ځواک کارول د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف کار دى.

کولویل زیاته کړه: "مونږ د نړيوالو معيارونو سرغړونو، په ايران کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د فشار کارونې او پر هغوى ډزو ته سخت اندېښمن يوو، هغه اعتراضونه چې د جمعې په ورځ پيل شوي او لا هم روان دي، مونږ ډېر اندېښمن يو چې له وسلو او مهماتو ګټنه په دغه هېواد کې د مرګ ژوبلې لامل شوې ده."

خو د ايران چارواکو د ١٢ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړى او وايي په دغه شمېر کې اعتراض کوونکي او امنيتي ځواکونه شامل دي.

د ايران امنيتي ځواکونه وايي چې د اعتراضونو له پيله تر ٦٠٠ زيات کسان نيول شوي دي.

د تهران د پوليسو قوماندان جنرال حسين رحيمي پرون سې شنبه وويل، چې د اعتراضونو د پراخېدو مخه به ونيول شي.

رحیمي زیاته کړه: "دوى اشرار او د هغو کسانو له ډلې دي، چې قانون به يې په وړاندې قاطع چلند کوي."

ايراني چارواکو د اعتراض کوونکو د ځپلو تر څنګ انټرنټي او مخابراتي خدمات محدود کړي او په څو ښارونو کې دغه خدمات بيخي پرچاو شوي دي.

د بخښنې نړيوال سازمان د ايران د حکومت دغه اقدام د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه د اطلاع رسونې د مخنيوي هڅه ګڼلې ده.

ايران که څه هم د نړۍ په کچه د اومه تېلو څلورمه لويه زېرمه لري او د حکومت د سب سايډۍ له کبله د تېلو بيې په کې تر ټولو ټيټې دي، خو اعتراضونه هغه وخت پيل شول، چې حکومت تېره پنجشنبه د پټرولو پر رانيولو نوې سهميه ولګوله او د تېلو د بيو د زياتولو اعلان يې وکړ.

XS
SM
MD
LG