د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

امریکا د ایران له خوا د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان د یوې کارکوونکې 'نیونه' غندلې


 ښاغلي پامپیو پرون وویل چې د ایران له خوا د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د یوې کارکوونکې "نیونه" یو ویرونکی عمل و چې د توجیه وړ نه دی.
ښاغلي پامپیو پرون وویل چې د ایران له خوا د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د یوې کارکوونکې "نیونه" یو ویرونکی عمل و چې د توجیه وړ نه دی.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران له خوا د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د یوې کارکوونکې "نیونه" غندلې ده. ښاغلي پامپیو پرون وویل چې دا یو ویرونکی عمل و چې د توجیه وړ نه دی.

تر دې مخکې راپورونو کې ویل شوي چې ایراني چارواکو د اتومي انرژۍ د نړېوالې ادارې یوه پلټونکې د نطنز اټمي تاسیساتو ته د ننوتلو پر مهال توقیف کړې وه.

د فرانسې خبري اژانس د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په حواله ویلي چې ایران په موقته توګه له دې هېواد څخه ددې ښځینه پلټونکې د وتلو مخه نېولې وه.

ښاغلي پامپیو همدارنګه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې سره د ایران د نه همکارۍ په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې واشنګټن په ایران کې ددې ادارې د څارنې او حقیقت موندنې د فعالیتونو بشپړ ملاتړ کوي او له دې ادارې سره د ایراني چارواکو په نه همکارۍ اندېښمن دی.

مایک پمپیو د جمعې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل: "د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ټولو هېوادونو غواړي چې د ایران پر انقلابي رژیم فشار راوستلو کې مرسته وکړي، څو د خبرو مېز ته راوګرځي او ایران دې ته چمتو کړي چې ساده څه تر سره کړي او هغه د یو نورمال هېواد په توګه چلند کول دي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، باید نړیوالو پلټونکو ته اجازه ورکړل شي چې خپلې مهمې چارې له خنډ پرته ترسره کړي.

نوموړي له ایرانه غوښتي چې سمدستي دې د اټمي انرژۍ له نړېوالې ادارې سره ټولې د بحث وړ مسئلې هوارې کړي او ددې ادارې د پلټونکو حقونه، خوندیتوب او واکونه دې باوري کړې.

اروپايي ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دا ټولنه د اټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې په مسلکي توب او ناپيلتیا باور لري او له تهران څخه غواړي چې د خپلو قانوني ژمنو پر بنسټ او د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان له اصولو سره سم دې اجازه ورکړي چې پلټونکي خپل کار ترسره کړي.

ایراني چارواکو د نومبر په ۷مه وویل د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د پلټونکو په حضور کې د فردو په بټۍ کې سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګازو لېږدولو بهیر پیل شوی..
ایراني چارواکو د نومبر په ۷مه وویل د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د پلټونکو په حضور کې د فردو په بټۍ کې سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګازو لېږدولو بهیر پیل شوی..

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د پیاوړ هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي اټمي تړون پر بنسټ دا مهال د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان له ۱۳۰ څخه تر ۱۵۰ پورې پلټونکي د ایران پر اټمي پروګرام او فعالیتونو د څارنې لپاره په دغه هېواد کې دي.

تېره اونۍ د ایران اټمي انرژۍ ادارې ویلي، په نطنز کې د یورانیمو د غني کولو تاسیساتو ته یې د یوې نړېوالې پلټونکې د ننوتلو مخه هغه مهال ونیوله چې پر نوموړې "له ځان سره د مشکوک څه د لرلو" شک راغی.

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې په وینا "له معمول سره سم په دې هېواد کې اټمي تاسیساتو ته د ننوتلو پر مهال د پلټونکو ټول وسایل پلټل کیږي او کنټرولیږي."

د اټمي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د ایران استازي کاظم غریب ابادي په ویانا کې خبریالانو ته وویل، د نطنز اټمي تاسیساتو کې امنیتي سیستمونو د اټمۍ انرژۍ د نړیوال سازمان له دې پلټونکې سره د خطرناکو موادو د موجودیت په اړه خبرداری ورکړ او ازموینو هم د ځینو مشکوکو چاودیدونکو موادو څرک وموند.

د ایراني لوري په وینا، له دې پېښې وروسته د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان ددې پلټونکې د فعالیت جواز لغوه شوی او نوموړې له ایران څخه وتلې ده.

XS
SM
MD
LG