افغانستان
د کام ایر هوايي شرکت مسئولان د ملکي هوايي چلند اداره په بې پروايۍ تورنوي

افغانستان کې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت مسئولین انتقاد کوي چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره له عربي متحده اماراتو سره د دوی د ستونزو په هواري کې بې پروا ده.
د کام ایر شرکت د سوداګرۍ برخې رئیس سلیمان عمر د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، اماراتي شرکتونو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پروازونه انحصار کړي او کام ایر ته د پرواز اجازه نه ورکول کېږي.
ښاغلي عمر وايي، امارات د دوی د فعالیت په وړاندې په بېلابېلو بهانو ستونزې جوړوي. ده همداراز د افغانستان د هوايي چلند اداره هم په بې پروايۍ تورنه کړه.
تېره اوونۍ د کام ایر شرکت یوې الوتکې ته په دوبۍ کې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.
ښاغلي عمر په خبره، اوسمهال یوازې د اریانا افغان هوايي شرکت دی چې دوبۍ ته په اوونۍ کې دوه پروازونه لري، خو برعکس اماراتي شرکتونه افغانستان ته په اوونۍ کې شپږ پروزونه لري.
خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس محمد قاسم وفايي زاده وايي، دوه اوونۍ مخکې د دغه شرکت ستونزه دوی له اماراتي چارواکو سره هواره کړې او کام ایر کولای شي اماراتو ته پرواز ولري.
کام ایر څو کاله وړاندې د اماراتو له خوا د یوشمېر تخنیکي ستونزو له کبله په تور لېست کې شامل شوی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما په افغانستان کې د اعدامونو د سمدستي دریدو غوښتنه وکړه

د جمعې په ورځ په افغانستان کې د څلورو کسانو له اعدام وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې د مرګ سزا د ژوند له اساسي حق څخه سرغړونه ده.
د دې اعدامونو د خبر له خپریدو څو ساعته وروسته، یوناما د دې سزا د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
طالبانو د جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
دا د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیره ده.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.
د جرمني نوی حکومت بې اسناده افغانان له خپلې خاورې باسي

د جرمني نوی حکومت پلان لري چې افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې قانوني اسناد نه لري.
د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د پارلماني ډلې مشر تورستن فرای د جرمني « بیلد» ورځپاڼې ته ویلي دي چې افغانستان او سوریې ته به د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ چټکه شي. ښاغلي فرای زیاته کړه چې پروسږکال په اوړي کې د یوشمیر کډوالو د ایستلو تجربې وښودله چې دا کار ممکن دی.
جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په دغه هیواد کې دوه لکه څلویښت زره داسې کډوال شته چې اسناد نه لري.
د ښاغلي فرای په وینا غیرقانوني کډوال باید په هر ډول چې کیږي له جرمني ووځي او غوره به دا وي چې لومړی په خپله خوښه ولاړ شي.
په دغو غیرقانوني کډوالو کې لویه برخه د افغانستان دي.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د څلورو کسانو اعدام له بشري حقونو څخه د سرغړونو ادامه وبلله

د بښنې د نړیوال سازمان نن د افغانستان په دریو ولایتونو کې په عام محضر کې د څلورو کسانو پر اعدام خواشني څرګنده کړه.
د بښني د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې دفتر په ایکس پاڼه کې نن لیکلې دي چې په نیمروز، فراه او بادغیس کې د طالبانو له لورې په عام محضر کې د څلورو کسانو اعدام له بشري حقونو څخه د سرغړونو ادامه ده.
دغه دفتر زیاتوي چې د طالبانو چارواکي د بشري حقونو نړیوال قوانین په بشپړ ډول په بې پروایي سره تر پښو لاندې کوي.
له نژدې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی دا په یوه ورځ کې د اعدام تر ټولو لوړه شمیره ده.
افغان اصله بریټانیوۍ فرشته جامي چې په ترهګرۍ تورنه وه، په عمري بند محکومه شوه

بریټانیايي رسنۍ وايي، د لیسټر محکمې د فرشتې جامي په نوم ۳۶کلنې افغانې ښځې ته د عمري بند سزا اورولې.
هغه د بریټانیا د ترهګرۍ ضد د اساسي قانون د پنځمې ماده پر بنسټ، د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو د مقدماتي کړنو په تور په دوو موادو کې مجرمه پیژندل شوې ده.
د بریټانیوي رسنیو د راپورونو له مخې، دغې افغان اصله بریټانیوۍ ښځې تیرکال ځان او خپلو ماشومانو لپاره افغانستان ته یوه طرفه د سفر ټکټونه کړي وو، او غوښتل يې د داعش خراسان څانګې سره په افغانستان کې یوځای شي.
د پولیسو د معلومات له مخې، د هغې له کوره نغدې پیسې هم ترلاسه شوې وې.
د فرشتې جامي له نیولو وروسته پولیسو په یوې اعلامیه کې ویلي و، دا شواهدي يې موندلي چې ښيئ هغې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ پر ټولنیزو رسنیو سخت دریځه او تاوتریخوالي ته هڅونکې متحوا خپره کړې ده.
د بریټانیايې امینتي چارواکو د فرشتې جامي محکومیدل د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې یو ښه اقدام بللی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.
د دې سازمان بیړنۍ کمیټې د پولیو ویروس په اړه له خپلې ۴۱مه ناستې وروسته پرون پنجشنبې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، " په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې څلور برابره په افغانستان او دولس برابره په پاکستان کې زیاتې شوي دي".
د اعلامیې له مخې، په تیر۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو وحشي ډول ټولټال ۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې درې يې په افغانستان او ۳۶ يې په پاکستان کې وې.
په اعلامیه کې تیرکال د افغانستان جنوبي ولایتونه او د پاکستان خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو هغه سیمې یاد شوي چې د پولیو ویروس له جدي ګواښ سره مخ وې.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو لپاره د کور په کور واکسین د کمپاین پر نشتون هم انديښنه ښودل ده.
د دې سازمان په ټکو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان کډوالو تګ راتګ د پولیو ویرووس د خپریدو یو عمده لامل دی.
د طالبانو حکومت د روغتیا نړیول سازمان نویو شمیرو ته غبرګون ښودلی نه دی.
پولیو یا ګوزڼ هغه ویروسي ناروغي ده چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي.
دا وېروس د انسان رګونو ته له ننوتو وروسته په څو ساعتونو کې په بشپړه توګه د ماشوم فلج کېدو لامل کېدای شي.
د پولیو ویروس د ماشومانو د فلج سربیره د مرګ سبب هم کیږي.
طالبانو په جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو حکومت په جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
د دې مرکز د اعلامیې له مخې، د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهی النمکر وزارت په دغو دریو ولایتونو کې له رسنیو غوښتي چې د ژوندیو موجوداتو انځورونو دې نور نه خپروي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې وړاندې راغلي، دوی پر رسنیو د محدودیتونو زیاتیدو ته انديښمن دي.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې په یو شمیر ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی و چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.
د رسنیو د ملاتړ سازمانونه وايي، د طالبانو دا محدودیتونه دقیقو اطلاعاتو ته د خبریالانو او عام خلکو لاسرسی محدودي.
طالبان؛ نن جمعه په بادغیس او نیمروز کې درې کسان اعداموو

د طالبانو حکومت وايي، نن جمعه په بادغیس او نیمروز ولایتونو کې درې کسان اعداموي.
د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي و، "نن جمعه دوه تنه په بادغیس او یو بل تن په نمیروز کې اعدامیږي".
د طالبانو سترې محکمې د دغو دریو کسان د هویت په اړه جزیات خپاره کړي نه دي.
طالبان دا اعدامونه په داسې حال کې کوي چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بېلابېلو ادارو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې دغه ډول سزاوې و دروي، خو طالبانو بیا د دې کار ننګه کړې ده.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په فراه، غزني، لغمان، پکتیا او څو نورو ولایتونو کې د اعدام علني حکمونه عملي شوي چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې پارولي دي.
نړیوال سازمانونه دا ندیښنه هم څرګندوي چې محکوم شوي کسان مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او په قضیو کې يې د بشپړ عدالت ډاډ نشته.
پر اعدام سربیره نژدې هره ورځ د طالبانو محکمې خلکو ته تعزیري علني سزاوې هم ورکوي.
د امریکا د استازو جرګې لایحې ته د طالبانو او د طالبانو د مخالفانو بیلابېل غبرګونونه

د طالبانو حکومت او یوې مخالفې ډلې یې د امریکا د استازو جرګې هغې لایحې ته غبرګون ښودلی چې هدف یې د طالبانو حکومت ته د امریکا د مرستو د ورتګ مخنیوی دی.
د براین مست په مشرۍ د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې پرون داسې لایحه تصویب کړه چې ډاډ ترلاسه کړي افغانستان ته د امریکا د مرستو پیسې د طالبانو لاس ته ورنه شي.
د دغې کمیټې یوشمېر غړو د چهارشنبې په ورځ وویل، تراوسه د امریکا لسګونه میلیونه ډالر " له شفافیت او حساب ورکونې پرته" د طالبانو تر واک لاندې یوه بانک ته تللي دي.
د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې د امریکا د استازو جرګې د دغې لایحې هرکلی او ملاتړ کړی دی.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري بیا دغه لایحه سیاسي او پر دوی د فشار یوه وسیله بللې ده.
هغه نن د افغانستان کورنیو رسنیو ته ویلي چې حکومت یې د امریکا له مرستو ګټه نه ده پورته کړې او د مرستو په چارو کې یې لاسوهنه هم نه ده کړې.
خو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې بیا د سیګار راپور ته اشاره کړې چې په کې راغلي، د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته د امریکا له مرستو یوازې څه باندې لس میلیونه ډالره د مالیې په نوم د طالبانو حکومت ته ورغلي دي.
یوناما: د امربالمعروف قانون، د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا پیچلی کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت " یوناما" وایي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تطبیق به د دغه هېواد اقتصادي او بشري وضعیت لا پیچلی کړي.
یوناما نن پنجنشنبه ( د حمل ۲۱مه) د دغه قانون د پلي کېدو او اغیزو په اړه خپل ځانګړي شپږ میاشتنې راپور کې ویلي چې یاد قانون د ملګرو ملتونو، موسسو، صندقونو او دغه راز عامو افغانانو وړتیاوې او ازادۍ اغیزمنې کړې دي.
د راپور له مخې په روغتیایي او تعلیمي سکتور، سوداګرۍ او دغه راز د نجونو او ښځو پر سفرونو او د جامو اغوستلو پر بڼه هم یاد قانون محدودیتونه زیات کړي دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر قانون اعلان او رسمي جریده کې خپور کړ.
یوناما موندلې چې طالبانو د نورو قوانینو پرتله د دغه قانون پلې کېدو ته جدي هڅې کړي او په ۲۸ ولایتونو کې یې شاوخوا ۳۳۰۰ محتسبین ورته ګمارلي چې پراخ واکونه هم ورکړل شوي دي.
یوناما یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه قانون لغو کړي.
خو طالبان بیا یاد قانون اړین او هدف یې د ټولنې اصلاح بولي.
د طالبانو له خوا د علني سزا دوام، سبا نیمروز کې یو کس اعدامیږي

په نیمروز کې د طالبانو ځایي سرچینې وایي چې سبا جمعه به پر یوه کس د اعدام حکم عملي شي.
د نیمرز ولایت له مطبوعاتي دفتره نن پنجشنبه خبریالانو ته په استول شوې خبرپاڼه کې په اعدام محکوم شوی کس یو " قاتل" بلل شوی او ویل شوي چې په ورزشي ستډیوم کې به پرې د خبرپاڼې په ټکو د " قصاص" حکم عملي شي.
د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بېلابېلو ادارو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې دغه ډول سزاوې و دروي، خو طالبانو بیا د دې کار ننګه کړې.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په فراه، غزني، لغمان، پکتیا او څو نورو ولایتونو کې د اعدام علني حکمونه عملي شوي چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې پارولي دي.
نړیوال سازمانونه دا ندیښنه هم څرګندوي چې محکوم شوي کسان مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او په قضیو کې يې د بشپړ عدالت ډاډ نشته.
پر اعدام سربیره نژدې هره ورځ د طالبانو محکمې خلکو ته تعزیري علني سزاوې هم ورکوي چې دې ترڅ کې نن پنجشنبه فرا کې درې کسانو باندې دغه سزا عملي شوې.