د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

په مرکز کابل کې د بایسکل ځغلونې غرنۍ لوبې تر سره شوې


د لومړي ځل لپاره د افغانستان د بایسکل ځغلونې د ټيم غړي د کابل په غرونو کې لوبه کوي.

د دغې لوبې ټول لوبغاړي نارینه دي.

دوی بایسکل ځغلونه کوي تر څو بهرنیو لوبو ته چمتو شي.

د دغو لوبو یو تن تنظیموونکی او د افغانستان د بایسکل ځغلونې د ټيم غړی مصطفی رسولي په دې اړه وایي: "په دې سیالۍ کې هغه هلکان دي چې تمرین یې کړی، مسلکي دي، له لسو ډېر لوبغاړي دي، زمونږ هدف دا دی چې لوبغاړي بیروني لوبو ته چمتو شي."

د بایسکل ځغلونې غرنۍ لوبې له خطره هم خالي نه وي، یو تن بایسکل ځغلوونکی په ټپي حالت کې د انتقال په حال کې
د بایسکل ځغلونې غرنۍ لوبې له خطره هم خالي نه وي، یو تن بایسکل ځغلوونکی په ټپي حالت کې د انتقال په حال کې

دوی دغه سیالۍ په خپله شخصي بودجه ترسره کوي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر صادق صادقي وایي چې دغه فدراسیون د نن ورځې د دغو سیالیو په ترسراوي کې همکار دی.

دی وایي: "دغه سیالۍ رسمي دي، لومړنۍ سیالۍ دي، دوی دغه مصارف پخپله کړي دي، یو نېک کار یې کړی دی او له مونږ سره یې په دې برخه کې مرسته کړې ده."

نجونې چې تر اوسه د بایسکل ځغلونې په غرنیو لوبو کې نه دي شاملې، یوازې د دغو سیالیو د نندارې لپاره راغلې وې.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې د ملي ټيم غړې سونیا سلطاني په دغو لوبو کې د شاملېدو قلاقمنده ده.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې د ملي ټيم غړې سونیا سلطاني
د افغانستان د بایسکل ځغلونې د ملي ټيم غړې سونیا سلطاني

دې وویل: "مونږ په دې سیالیو کې کومه برخه نه لرو، دغه لوبې یوازې د هلکانو لپاره دي، مونږ یې لیدو ته راغلي یوو، څو په راتلونکي کې په دغو سیالیو کې شاملې شو."

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مسؤلین وایي چې د بایسکل ځغلونې غرنۍ سیالۍ مخینه نه لري.

تمه شته چې دغه سپورټي لوبې په افغانستان کې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG