د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

فیفا: یوازې په بغلان کې څه باندې ۵۰ بایومټریک دستګاوې ورکې دي


په بغلان کې څه باندې ۵۰ بایومټریک دستګاوې ورکې شوې دي.

د هرې ورځې په تېريدو سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د تقلب په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

تازه د ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د ټاکنو په ورځ یوازې په بغلان کې د بایومټریک څه باندې ۵۰ دستګاوې ورکې شوې دي.

د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا به د انتخاباتو پر پایلو ناوړه اغېزې ولري.

د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید
د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید

دی وایي: "۴۹۵ ميموري کارټونه ورک شوي، له سلو پورته دستګاوې ورکې دي، دغه بایومټریک دستګاوې تر ډېره په بغلان کې ورکې شوي چې دا به د رأیو پر پایلو هم خپلې اغېزې ولري."

تر دې وړاندې هم په کابل، فراه، نیمروز، ارزګان، پکتیا او خوست ولایتونو کې د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو اندېښنې مطرح شوې وې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم دا مني چې یو شمېر بایومټریک دستګاوې ورکې شوي، خو دقیق شمېر یې ونه ښود.

د دغه کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي وویل: "یو شمېر میموري کارټونه او دستګاوې ورکې دي، خو مونږ کره شمېرې نه لرو، دا به ډېر ژر کمېسیون معلوم او د رسنیو په واک کې ورکړي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي

له دې سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله ویانده زرمینه کاکړ وایي، هغه کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي چې بایومټریک دستګاوو په ورکېدو کې لاس ولري.

دا وایي: "که چېرې ثابته شي چې دا د کومو کسانو له خوا ترسره شوي، د ټاکنو قانون په اساس به هغوی عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې ولسمشرۍ ته یو شمېر نوماندانو او د څار ځينو بنسټونو ویلي چې له بایومټریک دستګاوو پرته کارول شوې رأیې ورته د منلو وړ نه دي، هغه څه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ورباندې ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG