د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د رڼو ټاکنو بنسټ مسئولان: د ځینو ټاکنیزو ټیمونو پلویانو ګواښلي یو


د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) محمد نعیم ایوب زاده خبریالانو ته وویل، د ځینو انتخاباتي ټیمونو د پلویانو لخوا دوی ته ګواښونه شوي دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) محمد نعیم ایوب زاده خبریالانو ته وویل، د ځینو انتخاباتي ټیمونو د پلویانو لخوا دوی ته ګواښونه شوي دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) مسئولان وايي، دوی سره د میزان ۶مې ولسمشریزو انتخاباتو د درغلۍ کره اسناد موجود دي.

د تیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده د چهارشنبه په ورځ (میزان ۱۷مه) یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا چې ددوی امنیت خوندي نه دی نو نه شي کولی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د شویو درغلیو اسناد افشا کړي.

ښاغلي ایوب زاده وویل، د ځینو انتخاباتي ټیمونو د پلویانو لخوا دوی ته ګواښونه شوي دي.

"مونږ وګواښل شو او دا ګواښونه جدي دي. دا ګواښونه د یوشمېر انتخاباتي ټکټونو د ملاتړو له لوري دي او دا ګواښونه د یوشمېر لویو کسانو له لوري شوې دي".

خو نوموړي د کوم ځانګړي ټاکنیز ټیم یا شخص نوم یاد نه کړ.

ښاغلي ایوب زاده وویل، د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ له ۳۴ ولایتونو د نتایجو ۷۵ سلنه پاڼې راټولې کړي او ورته څرګنده ده چې کوم کاندید ډېرې رایې ترلاسه کړي او په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه څومره ده.

هغه همداراز د انتخاباتو پر روان بهیرهم انتقاد وکړ او ویې ویل، که چارې دغه شان روانې وي، ممکن د ابتدايي نتایجو د اعلان نېټه وځنډېږي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رئیس د ټاکنو کمیسیون د غړو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو خبره وکړه چې دده په خبره، ښايي د انتخاباتو پر روان بهېر ناوړه اغیز وکړي.

د مسلکي څارونکو نشتوالی، د نوماندانو له لوري مخکي له وخته د بریا اعلان او د ټاکنو پر کمیسیون سیاسي فشارونه له نورو مسایلو وو چې نوموړي یې یادونه وکړه.

بلخوا د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د انتخاباتو دغه څارونکي بنسټ ته ګواښ انتخاباتي جرم بولي.

ددغه کمیسیون یوې ویاندې زرمینې کاکړ ازادي راډیو ته وویل، هرڅوک یا هر نهاد چې دغه ډول ګواښونه وکړي، دوی یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني. "دا یو انتخاباتي جرم دی. هر هغه ټيم چې بنسټونو ته ګواښ کوي او مونږ ته شکایت راورسېږي، ورته رسېدنه کوو ."

وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ هم ویلي و چې د ځینو کاندیدانو لخوا تر فشار لاندې دي چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي.

اغلې نورستانۍ ازادي راډیو ته سره خبرو کې وویل چې کابل کې له بهرنیو ډیپلوماتانو یې وغوښتل چې له کاندیدانو وغواړي پر دوی دې فشار نه راولي.

په پام کې ده د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې یې د روانې میزان میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د عقرب په ۱۶مه نېټه اعلان شي.

دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د طالبانو رژیم ړنګ شوی، څلورم ځل دی چې افغانستان ولسمشریزې ټاکنې کېږي.

XS
SM
MD
LG