د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د فوټسال ۲ افغان لوبغاړي د لبنان د فوټسال غوره ليګ سیالیو کې لوبېږي


د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم دوه لوبغاړي د لبنان د فوټسال د غوره ليګ سیالیو ته غوره شوي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې دا افغان لوبغاړو فرزاد محمودي او سيد حسين موسوي ته ښه زېرى بللى دى.

د فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، دواړه افغان لوبغاړي د لبنان الغبيري ټيم ته د يوه کال لپاره انتخاب شوي دي.

دوى به د اسيايي ټيمونو تر شل کلنۍ د کم عمره لوبغاړو د فوټسال په هغو مسابقو کې چې په جون مياشت کې په ايران کې ترسره کېږي، برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG