د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د افغانستان د انتخاباتو پروسه څومره شفافه روانه ده؟


په انتخاباتو کمېسیون کې یو شمېر کارکوونکي ډېټابېس کې د انتخاباتي معلوماتو د ورزیاتولو پر مهال
په انتخاباتو کمېسیون کې یو شمېر کارکوونکي ډېټابېس کې د انتخاباتي معلوماتو د ورزیاتولو پر مهال

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو (زما رأیه، زما حق) ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث له ولسوالیو د ولایتونو مرکز او بیا کابل ته د رأیو د را انتقال پروسې او همدا شان مو مرکزي سرور ته د رأیو د انتقال څرنګوالي ته ځانګړی کړی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په انتخاباتو کې له دوه نیم میلیونه زیاتو کسانو رأیه ورکړې ده.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې د ولایتونو مرکزونو ته د انتخاباتو حساس او غیر حساس مواد رسېدلي او په کمه موده کې به کابل ته را انتقال شي.

د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ وايي چې سرور ته د رأیو د انتقال پروسه روانه ده.

بل‌خوا د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له دوی سره شااوخوا دوه نیم زره شکایتونه ثبت شوي چې د څېړلو کار یې روان دی.

دا چې څنګه سرور ته د بایومټریک رأیې داخلېږي، څنګه شکایتونه ثبتېږي ایا دغه پروسه شفافه ده که نه؟ د همدې بحث لپاره د ازادي راډيو په سټوډیو کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مرستیاله ویانده زرمینه کاکړ او د افغانستان د ازادو او عادلاانه انتخاباتو بنسټ ویانده سمیره رسا مېلمانه دي.

دا پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG