د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

لاس انجلس ټایمز: فرصت پیدا شوی چې طالبانو سره سمه موافقه وشي


ځینو غربي خپرونو په افغانستان کې د سولې پر مسالې او د هلمند په موسی قلعه کې وروستیو عملیاتو باندې تبصرې کړي دي.
ځینو غربي خپرونو په افغانستان کې د سولې پر مسالې او د هلمند په موسی قلعه کې وروستیو عملیاتو باندې تبصرې کړي دي.

ځینو غربي خپرونو په افغانستان کې د سولې پر مسالې او د هلمند په موسی قلعه کې وروستیو عملیاتو باندې تبصرې کړي دي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز د افغانستان د سولې مساله څیړلې ده.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه د ولسمشر ټرمپ له لورې له طالبانو سره د سولې د خبرو لغوه کیدل ستایي او لیکي، اوس داسې چانس پیدا شوی دی چې له "ترهګرو" طالبانو سره د نیمه موافقې پرځای سمه موافقه وشي.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا متحده ایالتونه باید کله هم د طالبانو دا غوښتنه پرځای نه کړي چې د افغانستان حکومت چې د واشنګتن همکار دی، د سولې له خبرو بهر پاتې شي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي، د طالبانو مشرانو د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت غیرقانوني بللی، خو ښاغلي غني د ډیموکراتیکو انتخاباتو لار غوره کړه چې دا د امریکایانو او افغانانو د ملت جوړونې یو مثال دی، په زرګونو کسان د دې لپاره جګړه کوي او د دې هدف لپاره قرباني شوې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې باید لږ تر لږه حقیقي سوله ترلاسه شي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او طالبانو د سولې خبرې نهه پړاوه په قطر کې ترسره شوې او په اصولو کې امریکا منلې وه چې د دې په بدل کې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي چې طالبان القاعده شبکې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په اتمه د سولې دا خبرې لغوه کړې.

لانګ وار ژورنال:

لانګ وار ژورنال خپرونې بیا د القاعده شبکې په اړه تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې افغان او امریکایي چارواکي وایي، د القاعده شبکې پر غړیو د طالبانو په پناه ځای کې ګډ عملیات شوي.

د مقالې اشاره د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د یکشنبې شپې عملیاتو ته ده چې د افغانستان د دفاع وزارت په وینا ۲۰ یاغیان پکې وژل شوې دي.

خو د هلمند د ولایتي شورا یو شمېر غړو ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې په لسګونو ملکیان هم وژل شوې دي.

لانګ وار ژورنال د افغانستان د ملي امنیت شورا په حواله لیکي، په موسی قلعه کې د عملیاتو هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې لومړی مشر عاصم عمر و، خو د خپرونې په باور داسې ښکارې چې عاصم عمر د عملیاتو پرمهال په پناه ځای کې نه و او تښتیدلی دی.

د القاعده شبکې دغه ډله د هند او بنګله دېش په ګډون په یوشمېر هېوادو کې فعالیت کوي.

د لانګ وار ژورنال په وینا، القاعده له اوږدې مودې راهیسې په هلمند کې شته. دا خپرونه وړاندې لیکي، د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې د عملیاتو پرمهال د هلمند په ګرمسیر ولسوالي کې د القاعده څو تنه وژل شوي وو.

خپرونه لیکي، له یوشمېر راپورونو داسې ښکارې چې د هند نیمه وچې القاعده شبکه له ۲۰۱۵ کال راوروسته په هلمند کې روزنیز مرکزونه جوړ کړې دي.

XS
SM
MD
LG