د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د انتخاباتو کمېسیون: ناامني یوازنۍ ستونزه ده چې د انتخاباتو پروسه ګواښلی شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره وايي، د انتخاباتو لپاره د دوی یوازنۍ اندېښه امنیتي ستونزه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې امنیتي پېښو د دغه هېواد د انتخاباتو د کمېسیون مشره اندېښنمه کړې.

حوا علم نورستانۍ دغه اندېښنه د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې شریکه کړه او ویې ویل چې ناامني یوازنۍ ستونزه ده چې دغه ملي پروسه ګواښلی شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

دې وویل: یوازنۍ ستونزه چې مونږ یې اندېښمن کړي یوو، امنیتي مسایل دي، خدای مه کړه په کوم سایټ کې کومه پېښه رامنځته نشي او د خلکو په روان او روحیې تاثیر ونه کړي.

په تېره یوه اوونۍ کې په کابل، ننګرهار، پروان او زابل ولایتونو کې په پرله پسې ډول چاودنې او انتحاري حملې وشوې چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

اغلې نورستانۍ وايي، د امنیتي ننګونو له امله به د انتخاباتو له ۵۳۷۳ مرکزونو څخه۴۳۱ یې تړلي وي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره وايي، دوی په نورو برخو په ځانګړي ډول، د انتخاباتو په تخنیکي برخه کې پوره چمتووالی لري او تېرې ستونزې به تکرار نه شي.

ارشیف، د انتخاباتو د رأیې ورکونې د یوه مرکز انځور
ارشیف، د انتخاباتو د رأیې ورکونې د یوه مرکز انځور

دا زیاتوي چې سېستم بایومټریک دی او په کافي اندازه کارکوونکي هم روزل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوه اوونۍ پاتې ده، ټاکل شوې چې دغه انتخابات د تلې یا میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

اخوا د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم د انتخاباتو د امنیت موضوع جدي ګني او وايي، که په دغه ورځ امنیتي تدابیر سم نه وي، خلک به په انتخاباتو کې پراخ ګډون ونه کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل: امنیت اساسي موضوع ده، که خدای مه کړه ناامني د انتخاباتو په ورځ باندې کنټرول شي، د خلکو ګډون به په انتخاباتو کې ډېر محدود وي او تلفات به رامنځته شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

طالبانو مخکې تر دې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات ګواښلي او دا یې یوه امریکايي دسیسه بللې ده.

دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ملکي خلکو ته به د زیان د رسېدو مخه ونیسي، خو هغه کسان به په نښه کړي چې د دغو انتخاباتو کامیابولو او د امنیت د خوندیتوب هڅې یې کوي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې په عامو افغانانو غږ کړی چې په کمپایني غونډو او دغه پروسه کې له ګډون نه ډډه وکړي، څو په حملو کې ورته زیان ونه‌رسېږي.

خو په همغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د انتخاباتو په اړه د طالبانو ګواښ ته په غبرګون کې وویل چې د دغه هېواد خلک زور ته نه‌تسلبمېږي.

ښاغلي غني په کابل د ده په مشرۍ له "دولت‌ساز" ټیم سره د زلمي رسول د یوځای کېدو په اړه يوې کمپایني غونډې ته وویل چې خلک به په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "طالبانو يوه اعلامیه ورکړه چې په انتخاباتي غونډو حملې کوي، دوی وار وار دا ګواښونه کړي دي، په پارلماني ټاکنو کې یې هم دا ګواښ کړی و، د افغانستان خلک وپېژنئ چې زور ته نه‌تسلیمېږي، که موږ ته ووایئ چې يو کار مه‌کوه، ځکه په زور یې درباندې کوو، موږ هماغه کار کوو."

خو د وږي د میاشتې په ۲۹مه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی و چې تر خپله وسه د دې پروسې د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي او پروګرامونه ورته لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

​ده وویل: د افغانستان د خلکو دښمنان د دې لویې تاریخي او ډموکراتیکي پروسې مخه نه شي نیولی، موږ تاسو، د افغانستان خلکو، کاندیدانو او د انتخاباتو کمېسیون ته ډاډ ورکوو چې امنیتي سرتېري به له ټولو امکاناتو په استفادې د دې پروسې امنیت ونیسي.

XS
SM
MD
LG