د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ځانمرګي برید سیمه
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ځانمرګي برید سیمه

جلال اباد ښار کې د الکترونیکي تذکرو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي چې په مرکز جلال اباد کې د الکترونیکي تذکرو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي، د برید له سیمې د یوه ماشوم، یوې ښځې او یوه سرتېري په ګډون لس ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي چې په مرکز جلال اباد ښار کې د الکترونیکي تذکرو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼی وایي، برید نن له غرمې وروسته په ۱:۳۰ دقیقو د جلال اباد ښار په درېیمه حوزه کې شوی.

مبارز اتل د ننګرهار د پولیسو ویاند ازادي راډیو ته وویل، تر برید وروسته یو شمېر وسله وال د الکترونیکي تذکرو ادارې ودانۍ ته ننوتي دي.

ښاغلي اتل وویل، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له بریدګرو سره جګړه روانه ده.

هغه وویل، اوسمهال د بریدګرو د شمېر او اوښتو تلفاتو په اړه معلومات په واک کې نه لري.

خو ظاهر عادل د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند وایي، تردې مهاله د برید له سیمې د یوه ماشوم، یوې ښځې او یوه دولتي سرتېري په ګډون لس ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

تراوسه ددغه برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د جلال اباد په درېیمه ناحیه کې د الکترونیکي تذکرو د وېش پر مرکز په حمله کې څلور تنه وژل شوي او دولس تنه زخمیان شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي چې درې حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

میاخېل پرون د سپټمبر په اتلسمه په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته استول شوی، د تلفاتو په اړه ویلي: متاسفانه زموږ دوه پولیس او دوه ملکي وګړي شهیدان شوي، یو پولیس زخمي دی، دولس کسه مامورین او ملکي وګړي سطحي زخمي شوي وو، خو یوازې درې مامورین او یو ماشوم لا په روغتون کې بستر دي، نور ټول خارج شوي دي.

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د حملې له ځایه پنځوس مامورین او یو شمېر ملکي خلک چې هلته د تذکرو لپاره ورغلي وو، وژغورل.

په جلال اباد کې د پرونۍ حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

خو وسله وال طالبان او د د اعش ډله په ننګرهار کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG