احمد د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی چې لس کاله مخکې په ایران کې په نشو اخته شو.
دی وايي چې ګڼ کسبونه یې زده دي او پخوا يې ډېر ښه کاروبار درلود، خو اوس د نشې له امله هر څه ځنې پاتې دي.
دی وايي چې د نشو له امله يې په یوه کال کې دېرش ميليونه افغانۍ تاوان وکړ.
دا چې احمد ولې نشې ته مخه کړه او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی، په دې اړه یې له محمد ایاز ترنک سره د زړه خواله کړې ده.
د زهرو کاروان د خاطرې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: