د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

حکمتیار: د ملي یووالي حکومت د سولې په لاره کې خنډ دی


ښاغلي حکمتیار وویل، د حکومت مشرانو د خپل قدرت دوام په دغه هېواد کې د جګړې له دوام سره غوټه کړی دی.
ښاغلي حکمتیار وویل، د حکومت مشرانو د خپل قدرت دوام په دغه هېواد کې د جګړې له دوام سره غوټه کړی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو کاندید ګلبدین حکمتیار وایي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د سولې په لاره کې خنډ دی. د ښاغلي حکمتیار په خبره "ددغه حکومت مشرانو د خپل قدرت دوام په دغه هېواد کې د جګړې له دوام سره غوټه کړی دی."

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم مشر ګلبدین حکمتیار داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د افغانستان حکومت د سولې خبرو په تړاو د خپلو ټولو فعالیتونو درولو اعلان وکړ.

ښاغلي حکمتیار د شنبې په ورځ (وږي ۲۳مه) په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، دوی به پرېنږدي چې دده په خبره "یوه وړه ډله د افغانستان پر برخلیک حاکم وي، نهایي پرېکړه وکړي او سوله سبوتاژ کړي."

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه: "د ملي یووالي حکومت د سولې خنډ دی او د جګړې د دوام غوښتونکی دی. د سولې د هر غږ پر وړاندې خنډ رامنځته کوي. له سولې ډاریږي او خپلې ګټې د جګړې په دوام کې ویني. د قدرت دوام یې د جګړې له دوام سره غوټه کړی. کله چې د دوحې مذاکرات یو حد ته ورسېدل او داسې و چې سبا ته توافق لاسلیک شي، نو دوی تبې نېولي وو او سخت اندېښمن وو."

هغه خبرداری ورکړ، که د ملي یووالي حکومت چمتو نشي چې یو پیاوړی پلاوی جوړ کړي چې د سولې په اړه د وروستۍ پرېکړې صلاحیت ولري او د افغانستان د ټولو اغېز لرونکو ګوندونو استازي پکې وي، نو "موږ به له دولت څخه په خپلواک ډول له نورو اغېز لرونکو ګوندونو سره په تفاهم، د سولې لپاره بله لاره غوره کړو."

ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې د ملي یووالي حکومت پر مشرتابه تور پورې کړ چې "په انتخاباتي کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو کار اخلي او د دولتي کڅوړو په نوم انتخاباتي رشوت ویشي."

د سولې او اسلامي عدالت ټیم مشر زیاته کړه چې د ولسشمریزو ټاکنو په روان بهیر کې ټولو کاندیدانو ته برابر امکانات نه دي ورکړل شوي.

خو د افغانستان حکومت د سولې په تړاو د ښاغلي حکمتیار څرګندونې ردوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې د حزب اسلامي مشر پخپله د حکومت د سولې د هڅو په پایله کې نن په کابل کې دی.

"مونږ د سولې خنډ نه یو. که چېري مونږ د سولې خنډ وای، نو ښاغلی حکمتیار به اوس د سولې پروسې کې شامل نه وو. دی پخپله د سولې یوې پروسې له لارې راغی، ځان یې کاندید کړی او نن په انتخاباتي مبارزو بوخت دی. دا انتقادونه یې بېځایه دي."

ښاغلي صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د افغانستان حکومت د سولې خبرو په تړاو یې خپل ټول فعالیتونه درولي دي.
ښاغلي صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د افغانستان حکومت د سولې خبرو په تړاو یې خپل ټول فعالیتونه درولي دي.

د ښاغلي حکمتیار له څرګندونو سره هم مهاله نن د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د سولې خبرو په تړاو یې خپل ټول فعالیتونه درولي دي.

ښاغلي صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې به تر ټاکنو وروسته نوی جوړېدونکی حکومت کوي. په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شي.

کابل داسې مهال د سولې په اړه نوی دریځ اعلانوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ (وږي ۱۶مه) د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو مذاکرات لغوه کړل.

د مذاکراتو لغوه کېدو وروسته طالب استازي له دوحې څخه مسکو ته په سفر تللي. د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي شېرمحمد عباس ستانکزي روسي رسنیو ته په مرکه کې ویلي چې لا هم لېواله دي د خبرو له لارې افغانستان ته سوله راشي او چمتو دي امریکا سره خبرې له سره پیل کړي.

XS
SM
MD
LG