د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

سعودي له افغانستان سره د مهمو اقتصادي پروژو د ترتیب او عملي کېدو ژمنه وکړه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سعودي د سوداګرۍ وزیر ډاکتر ماجد بن عبدالله اقصبي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سعودي د سوداګرۍ وزیر ډاکتر ماجد بن عبدالله اقصبي

سعودي چارواکو له افغان حکومت سره د مهمو اقتصادي پروژو د ترتیب او عملي کېدو ژمنه وکړه.

سعودي عربستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د رسمي سفر په دوهمه ورځ د سعودي د سوداګرۍ وزیر ډاکتر ماجد بن عبدالله اقصبي په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادي او سوداګریزې ودې په هدف له افغان حکومت سره په ګډه د مهمو اقتصادي پروژو د پلان او عملي کېدو ژمنه وکړه.

له ارګ څخه په یوې اعلامیې کې راغلي چې افغان ولسمشر په دې لیدنه کې ښاغلي اقصبي ته ویلي چې افغانستان د اسیا د څلور لاري په توګه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې یې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی.

ارګ دا هم وایي چې دواړو لورو په ځانګړي ډول د افغاني صادراتو، د برښنا د تولید او د کانونو د را ایستلو په برخو کې پر پانګونې بحثونه کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی وایي چې دې ته په کتو چې سعودي عربستان د خلیج په هېوادونو کې یو لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی او په نورو هېوادونو کې یې تل لویې پروژې بریالۍ دي، نو د ده په خبره چې په افغانستان کې هم د سعودي پروژې او پانګونه ځانګړی اهمیت لرلی شي.

ښاغلي الکوزي د یکشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې هم سعودي سوداګرو له افغان سوداګرو سره د لیدو پر مهال په افغانستان کې د پانګونې په اړه علاقمندي ښودلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی

ده وویل: دا امکانات شته چې دوی په افغانستان کې د برښنا په جوړولو، د زېربنایي پروژو په ځانګړي ډول د زراعت په میکانیزه کولو، د اوبو د بندونو په جوړولو، دسمنټو په تولید یا د اوسپنې کان په برخه کې او داسې نورو لویو پروژو کې علاقمندي لري، خو که فرصتونه ورته برابر شي.

په افغانستان کې امنیت یوه له هغو لویو ننګونو بلل کېږي چې د افغان چارواکو په خبره، تر دې وړاندې یې د ځینو هېوادنو لکه چین او هند د لویو پروژو او پانګونو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، سعودي عربستان او افغانستان تر اوسه په خپل منځ کې د لویو پروژو تړونونه نه لري.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دواړه هېوادونه په کال کې تر شپږو میلیونو ډالرو پورې په خپلو کې سوداګريزه راکړه ورکړه لري.

افغان چارواکي تمه ښیې چې په دې هېواد کې به د عربستان ژمنې وکولی شي چې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

XS
SM
MD
LG