د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

داعش ډله په شمال زون کې د بیا ځل فعالیت په هڅه کې ده


آرشیف، د داعش ځيني جنګیالي
آرشیف، د داعش ځيني جنګیالي

د داعش ډلې ازبکستاني غړي په هڅه کې دي چې د بیا ځل لپاره په شمال زون کې دغه شبکه فعاله کړي.

په شمال زون کې یو لوړ پوری امنیتي چارواکی وايي چې داعش ډله په ځینو شمالي ولایتونو کې د خپلو تشکیلاتو د جوړېدو په حال کې ده او دا ترورېستي ډله هڅه کوي ترڅو د خپلو بهرنيو ځواکونو په ملاتړ بیا د حکومت پر ضد په جوزجان او فاریاب کې فعالیت وکړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې داعش ډله د فاریاب ولایت په خواجه ناموسی ولسوالۍ او همداراز د جوزجان ولایت په یو شمېر سیمو کې ځان ته د وفادارو ځواکونو د تجهیز په حال کې ده.

د جنرال احمدزي په خبره چې په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ازبکستاني وګړي د داعش ډلې مشري کوي.

هغه وویل: په جوزجان او فاریاب کې بعضې ازبک خلک دي چې له ازبکستان سره تعلق لري او څو شپې دمخه زمونږ د ځانګړو عملیاتو په ترځ کې د فاریاب په خواجه ناموسی سیمه کې د دغې ډلې دوه مشران له منځه ولاړل.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزی
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزی

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر وايي چې په ځینو مواردو کې د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې هم د داعش ډلې ځیني کسان پېژندل شوي چې د هغوی پر پټنځایونو د هوايي او ځمکني ځواک له خوا حملې شوي.

جنرال ولي محمد احمزي زیاته کړه: په کوهستاناتو کې زمونږ قوتونه شته، مونږ هلته هوايي او ځکني تحرکات ترسره کړي، زه دا منم چې داسې راپورنه شته چې ښايي په ځینو سیمو کې دا کسان حضور لري، زمونږ هوايي استخبارات هم هڅه کوي چې د داعش ډلې په اړه هر راپور چې ترلاسه کړي، دوی به هلته په نښه کړي.

د جنرال احمدزي په خبره چې د ملي اردو ځواکونه په هڅه کې دي ترڅو په شمال زون کې د داعش ډلې پټنځایونه پیدا او له منځه یوسي.

د سرپل ولایتي شورا غړي هم په دغه ولایت کې د داعش ډلې د بیا ځل فعالیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې ډېر ژر د یادې ترورېستي شبکې د له منځه وړلو په خاطر هڅې وشي.

د سرپل ولایتي شورا یو غړی حسین مجاهدزاده وايي: د افغانستان حکومت باید د داعش ډلې د تمویل سرچینې او شمالي ولایتونو ته د هغوی د بهرنیو غړو د راتګ لارې پیدا او مسدودې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د داعش ډله د دغه هېواد لپاره یو تاکتیکي خطر بولي او ویلي یې دي چې له دغې شبکې سره د نورو ترورېستي ډلو د غړو یو ځای کېدل به داعش ډلې ته ولسي رېښه ور وبخښي او هغه مهال به دا په یو ستراتیژیک ګواښ بدل شي.

تر دې دمخه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې د طالبانو سره د سولې بهیر دې ګړندی شي، ترڅو دا مسئله په افغانستان کې د داعش ډلې شکست تقویت کړي.

داعش ډلې په کابل کې خپله وروستۍ حمله د شهر دُبۍ د واده پر تالار ترسره کړه چې په پایله کې یې ۶۳ تنه ووژل شول او همدارنګه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۵ کسان یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG