د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

روغتیایي مسؤلین: په ننګرهار کې د تېرې ورځې ۱۶ چاودنو ۱۲۳ تنه ټپیان کړي


د جلال اباد د یوې چاودنې د ځای یو انځور
د جلال اباد د یوې چاودنې د ځای یو انځور

د ننګرهار روغتیایي مسؤلین وایي چې د تېرې ورځې ۱۶ چاودنو ۱۲۳ تنه ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ چاودنې وشوې چې له دغو چاودنو ۱۲۳ تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

سنګر زیاته کړه: د تېرې ورځې د چاودنو له امله چې په جلال اباد ښار کې شوي، د ننګرهار حوزوي روغتون ته یوسلو درویش ټپیان راوړل شوي دي چې د څلورو تنو روغتیایي حالت ښه نه و او کابل ته لېږل شوي او نور همدلته د تداوي شوي دي چې په ټپیانو کې ۳۰ تنه یې کوچنیان وو.

په جلال اباد کې ټپي شوي ماشومان روغتون ته د انتقال په حال کې
په جلال اباد کې ټپي شوي ماشومان روغتون ته د انتقال په حال کې

اخوا د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل چې د جلال اباد ښار، خوګیاڼو او بټې کوټ ولسوالیو کې د ۱۴ چاودنو له امله ۷۶ تنه ټپیان شوي دي.

هغه وړاندې وویل: ټولې شپاړس چاودنې شوي دي چې یوه یې د خوګیاڼو د چمتلې په سیمه او یوه په بټي کوټ ولسوالۍ کې شوې چې له بټي کوټه یوولس ټپیان او له خوګیاڼو شپاړس ټپیان روغتون ته راوړل شوي چې ټول شپږ اویا ټپیان دي او ۳ حلقې ماینونه خنثی شوي او په امیر شهید بڼ کې چې کومه چاودنه شوې، ټپیان نه لري.

که څه هم چې مبارز اتل د کومې ځانګړې وسله والې ډلې نوم وانخيست، خو وايي چې دا کار د دولت وسله والو مخالفینو کړی او یوازنی مقصد يې د خپلواکۍ د ملي ورځې د نمانځلو مراسم ګډوډول او خلک ویرول وو.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د یادو ۱۶ چاودنو مسؤلیت په غاړه نه دی اخيستی.

په ننګرهار کې دغه ۱۶ چاودنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په ګاونډ لغمان کې يې هم د هاوان یوه مرمۍ په یوه کور لګېدلې او پکې ۶ تنه ټپیان شوي وو، خو په کونړ او نورستان کې بیا د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د پوره کېدو مراسم د امن په فضا کې ترسره شول او کومه امنیتي پېښه پکې نه ده رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG