د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو شننې


ګڼ شمېر لوېدیځو رسنیو په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه مقالې لیکلي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې لیکلي، د کابل ښاریان داسې وخت د یوې موټربم چاودنې هدف ګرځېدلی چې ملګرو ملتونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د چهارشنبې د ورځې د برید په نتیجه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپيان دي.

دا برید په کابل کې د پولیسو په شپږمه امنیتي حوزه شوی، خو اکثره مرګ ژوبله یې ملکیانو ته اوښتې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، کابل له یوې سختې شپې وروسته سهار په مرګونې چاودنې پیل کړ.

د ملي امنیت ادارې ویلي، په کابل کې د دغه موټربم برید په مخکنۍ شپه یې په ۱۵مه او اتمه ناحیه او بګرامۍ ولسوالۍ کې د داعش دوه هغه غړي وژلي چې په کابل یې انتحاري برید پلانوه.

واشنګټن پُسټ:

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې لیکلي چې د راتلونکې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې یو وار بیا په ټول افغانستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي او خلک یې اندېښمن کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سعادت د چهارشنبې ورځې تر چاودنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان د دې لپاره چې خلک د نظام پر ضد وپاروي، په ګڼمېشتو سیمو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د واشنګتن پُسټ په لیکنه، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ټاکنیزو سیالیو په درشل کې د چهارشنبې برید د کابل د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې پیدا کړي.

ورځپاڼې د طالبانو د سې شنبې ورځې ګواښ ته هم اشاره کړې چې خلک یې له انتخاباتو منعه کړي، څو زیان ور ونه رسېږي.

د واشنګتن پُسټ د مقالې په دوام کې راغلي، ولسمشر اشرف غني داسې وخت د چهارشنبې برید غندلی چې د هغه اداره د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر له کلکو انتقادونو سره مخ ده.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې د هندي کشمیر د ځانګړي حیثیت لرې کېدل د افغانستان د سولې په هڅو سیوری غوړوي.

د هندوستان حکومت همدا اوونۍ د کشمیر کورواکي ختمه او ځانګړی حیثیت یې ترې واخیست.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې د لانجمن کشمیر د ځانګړي حیثیت لرې کول له طالبانو سره د سولې یوه تړون ته د رسېدو په برخه کې د امریکا هڅې له ستونزو سره مخ کوي.

پاکستان چې امریکا ترې تمه لري چې د افغان سولې په پروسه کې حیاتي رول ولوبوي، د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حیثیت په ور ختمولو تُند غبرګون ښودلی دی.

وال سټریټ لیکلي، په همدې اوونۍ کې د پاکستان د ملي امنیت شورا د هندي کشمیر د وروستۍ لانجې او د افغانستان د سولې د هڅو تړاو تر بحث لاندې ونیوه.

د پاکستان د ملي امنیت شورا تر غونډې وروسته ویلي چې دوی د هند له خوا په یوه داسې حساس وخت کې چې پاکستان او نړیواله ټولنه د افغان کړکېچ په هواري متمرکز دي، وروستۍ پرېکړه په کلکه غندي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، هند د کشمیر په اړه دا ګام وروسته له هغه واخیست چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې هغه ته وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په مسئله کې منځګړیتوب ته چمتو دی.

یو شمېر پاکستاني چارواکو له دې مخکې ټینګار کړی چې تر هغو چې د کشمیر لانجه نه وي هواره شوي، د افغانستان لانجه نه شي هوارېدلی.

پاکستان تورن دی چې له هند سره په پوله او دې خوا په افغانستان کې وسله والې ډلې تمویلوي او په دواړو سیمو کې ناامنیو ته لمن وهي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې مقاله کې د جنوبي اسیا د مطالعاتو د یوه سنګاپور مېشتي انسټیټیوټ د مشر راجا موهن په حواله لیکلي، هند له دې ويريږي چې په افغانستان کې د ثبات تر راتلو وروسته به پاکستان د دغه هېواد د هغو متحدو جهادي وسله والو ډلو مخه زیاته د هند په خوا کړي چې په کشمیر او افغانستان کې جنګېږي.

XS
SM
MD
LG