د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

سیګار: په افغانستان کې به له طالبانو سره تر سولې وروسته هم ناامني دوام ولري


د سيګار مشر جان سوپکو
د سيګار مشر جان سوپکو

د سيګار اداره نشه يي مواد د سولې په لاره کې ستر خنډ بولي.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د تفتیش ځانګړې ادارې سيګار له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته هم نشه يي مواد په افغانستان کې لویه ستونزه بولي او وايي، امکان نه لري چې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق په موجودیت کې دې په افغانستان کې دایمي سوله راشي.

د سيګار مشر جان سوپکو په واشنګټن کې د افغان نظامي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د امریکايي ځواکونو د اجراتو راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، که له افغانستانه نشه يي مواد ورک نه شي، له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته به هم ناامني دوام ولري.

ده وویل: د نشه يي موادو په موجوديت کې د دایمي سولې تمه مه کوئ، د نشه يي موادو قاچاق کوونکي په افغانستان کې یو غښتلی دولت نه شي زغملی، دا به بېځايه هيله وي که فکر وکړو چې له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته دې د نشه يي موادو ستونزه هم حل شي، ځکه ترهګرې ډلې هغه ګټې له لاسه نه ورکوي چې د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره د اړیکو په نتيجه کې يې له نشه يي موادو څخه تر لاسه کوي، بايد په یاد ولرو چې نشه يي مواد په افغانستان کې د سولې پر وړاندې یو ستر خنډ دی.

سیګار په افغانستان کې نشه يي مواد د جګړې د دوام لامل بولي.

د جان سوپکو په باور، ترهګرې ډلې د نشه يي موادو د قاچاقو له لارې پيسې پيدا کوي او دا ډلې نه پرېږدي چې له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته یې دا مالي سرچینه وچه شي.

​​د امریکا د دفاع وزارت څېړنې ښيي چې طالبانو په (۲۰۱۷) میلادي کال کې د نشه يي موادو (۵۰۰) کارخانې درلودې او له دې کارخانو څخه یې په کال کې دوه سوه میلیونه ډالر عواید ترلاسه کول، خو د سیګار ارزونې ښیې چې په تېرو دوو کالو کې کې د نشه يي مواد ډېری کارخانې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ويجاړې شوي او طالبانو ته څه د پاسه دوه سوه میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

سیاسي کارپوه امین الله شارق وايي چې نشه يي مواد نړیواله ستونزه ده، په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه ډېر مسؤليت لري چې بايد له نشه يي موادو سره په ګډه مبارزه وکړي.

ده وویل: د نشه يي موادو موضوع یوازې تر افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې په ټوله نړۍ پورې اړه لري، له طالبانو سره د سولې تړون به لاسلیک شي، خو که دا تړون د یوه پیاوړي دريځ په نتیجه کې لاسليک نه شي، د سیمې هېوادونه او نړۍ يې ملاتړ ونه کړي او ترهګرې ډلې ختمې نه شي، د دې ستونزې حل به ګران کار وي، ځکه چې ډېری خلک د نشه يي موادو په کاروبار کې بوخت دي او په کال کې په میلیاردونو ډالر تر لاسه کوي، په دې کې شک نشته چې ترهګرې ډلې به ستونزې جوړوي او نا امني به دوام ولري.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د تفتیش ځانګړې اداره سيګار له افغانانو څخه غواړي چې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره له نشه يي موادو سره مبارزې ته چمتو شي، د دې کار په نتيجه کې به د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو مخه ونيول شي او په افغانستان کې به د ترهګرو ډلو مالي سرچینې وچې شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG