د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

افغان ولسمشر: موږ له طالبانو د تسلیمۍ کوم لیک نه دی غوښتی، بلکې مذاکرات مو غوښتي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر وايي، سوله زموږ هدف دی او تر موږ هېڅ څوک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده نه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په داسې حال کې چې تر راتلونکو څو ورځو پورې د سولې خبرې پيلېدونکې دي، تاوتریخوالي د دغه بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د کابل ښار په ملي سمپوزیم کې د وینا پرمهال وویل، چې سوله د افغانانو بنسټيزه اړتیا ده او حکومت د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده لري.

ده وویل: موږ له طالبانو د تسلیمۍ کوم لیک نه دی غوښتی، بلکې مذاکرات مو غوښتي، هغه هم باعزته او تلپاتې سوله، دوی هم باید دا ومني چې دوی له هغو افغانانو سره مخامخ دي چې د سولې اراده لري.

ولسمشر پر کابل پوهنتون د جمعې د ورځې حملې ته په اشارې سره چې ۸ کسان په کې ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول وویل، چې په عامه ځایونو او ملکي وګړو بریدونه په تمدن او دین برید دی او هغوی چې د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخلي له دینه بې خبره دي.

ولسمشر په داسې حال کې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د کلکې ارادې خبره کوي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره تردې مهاله مستقیمو خبرو ته نه دي چمتو شوي.

خو په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغان سیاسیونو او د طالبانو د غړو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې شوي، چې د حکومت او خلکو هیلې یې راټوکولي.

په ورته وخت کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د شنبې په ورځ په کابل کې يوې غونډې ته وویل، تر کومې چې وسله وال طالبان اوربند ونه کړي او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نشي، د سولې په اړه هر ډول هڅې او خبرې تر شعار اخوا بل څه نه دي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

ده وویل: تر کومې چې دغه ډله خپله جنګي ستراتيژي بدله نه کړي، له جګړې لاس وانخلي او اوربند ونه کړي، دا شان له افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکراتو ته کېنني، د سولې په اړه هر ډول خبرې کول له منځپانګې خالي شعار او نړیوالو ته فریب ورکول دي.

ښاغلی دانش وايي، که طالبان فکر کوي، چې یوازې له امریکا سره د مذاکراتو له لارې سولې ته رسېږي دا يو خیال دی.

بل خوا د سولې لپاره د ځوانانو موسسې د دوحې د بین الافغاني ناستې د ګډ پرېکړه ليک په اړه د ځوانانو د لیدلوري په نوم غونډه کې له دغه پرېکړه لیکه د ملاتړ ترڅنګ د سولې په روان بهیر کې د ځوانانو پر رول ټينګار وکړ.

د دغې موسسې رئیس بلال احمد نیازي وویل، چې سولې ته د رسېدو په لار کې د دوحې ګډ پرېکړه لیک يو ښه پرمختګ دی، خو په دې برخه کې لا ډېرو بحثونو او او بین الافغاني مذاکراتو ته اړتیا ده.

خو په دوحه کې د بین الافغاني ناستې ګډونواله انارکلي هنریار وايي، که څه هم طالبانو په دغه ناسته کې د ملکي وګړو د خوندیتوب ژمنه وکړه، خو بیا هم دغې ډلې په کابل او کندهار کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

خو طالبانو بیا په خپلو حملو کې ملکیانو ته د دوی له خوا د مرګ ژوبلې د اړولو موضوع رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG