د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

په پکتیا کې د یوه خبریال وژل کېدو د نورو خبریالانو اندېښنې را وپارولې


ځيني افغان خبریالان
ځيني افغان خبریالان

په پکتیا کې د یوې سیمه ییزې راډیو د خبریال وژل کېدو د نورو افغان خبریالانو اندېښنې هم راپارولې دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي، وسله والې ډلې د ځنیو حقایقو د پټولو لپاره افغان خبریالان په نښه کوي.

د دوی په وینا، دا مهال په افغانستان کې د خبریالانو د وژلو او ځورولو کچه لوړه شوې او ژوند ته یې بېلابېل ګواښونه متوجې دي.

دوو تنو دغو افغان خبریالانو محمد یوسف او ممتاز بهیر ازادي راډيو ته وویل:

"تر ټولو مهم لامل یې دا دی چې وسله والې ډلې، یا هغه کړۍ چې په جګړه کې ښکېل دي، هغوی نه غواړي چې حقایق روښانه شي او د همدې لپاره د دې هڅه کوي چې د خبریالانو په وژلو او ګواښولو سره د حقایقو مخه ونیس."

"د غیر مسؤلو ډلو موجودیت هم خبریالانو ته لوی ګواښ جوړ کړی، په داسې یو حالت کې کار کول ډېر ستونزمن دي، هره ورځ مونږ وینو چې خبریالان وژل کېږي یا ټپي کېږي او سپکاوی یې کېږي، خو په خواشینۍ سره چې حکومت تراوسه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره څه نه دي کړي"

د خبریالانو د نه خوندیتوب مسئله د یو شمېر افغان خبریالانو له خوا داسې مهال مطرح کېږي چې په یوه وروستۍ پېښه کې د جمعې د ورځې په ماښام د پکتیا په ګردېز کې د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال نادرشاه صاحبزاده د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی او د معلوماتو له مخې، په چاقوګانو وژل شوی چې بیا یې مړی د شنبې د ورځې په سهار وموندل شو.

په پکتیا کې وژل شوی خبریال نادرشاه صاحبزاده
په پکتیا کې وژل شوی خبریال نادرشاه صاحبزاده

تر اوسه کوم کس يا ډلې د دغه خبريال د وژنې مسؤليت نه دی اخيستی.

د یادونې ده چې د نوموړي په ګډون د روان میلادي کال له پیله تر دا مهاله اووه افغان خبریالان د ناڅرګندو کسانو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو روانه میاشت یو شمېر افغان رسنیو ته خبرداری ورکړ چې که چېرې د دوی پر ضد د اعلانونو له خپرولو ډډه ونه کړي، هدف به یې وګرځوي.

خو خبریالان وايي، د رسنیو مسؤلین دغه اعلانونه د مالي ملاتړ په خاطر د پيسو په بدل کې خپروي چې دوی په کې هېڅ ډول ونډه نه لري او باید قرباني نه شي.

هېره دې نه وي چې طالبانو له دغې اعلامیې وروسته ځينو رسنیو یاد اعلانونه بند کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه وايي، په پکتیا کې د افغان خبریال د وژل کېدو په تړاو څېړنې روانې دي او وروسته به څرګنده شي چې دا د وسله والو طالبانو له ورستي ګواښ سره اړېکه لري او که نه.

د دغې ټولنې رئیس فهیم دشتي ازادي راډيو ته وویل: د پکتیا پېښه ممکن د طالبانو له اعلامیې سره اړېکه ولري، یا نه، ځکه تراوسه د څېړلو پروسه ده او وروسته به روښانه شي، د طالبانو د اعلامیې په تړاو مونږ له اړوندو ادارو سره جلسې لرو، هیله مند یوو چې د دغو ګواښونو مخنیوی وکړو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند بیا ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د ګواښ پر وړاندې د خبریالانو او د رسنیو د خوندیتوب لپاره بحثونه روان دي او لازمه پرېکړه به وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو له لوري هم د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پېښه تېره جمعه وه چې یوه ډله خبریالان د افغان – ترک ښوونځیو د زده کوونکو د اعتراض د خبري پوښښ پر مهال د پولیسو له بد چلند سره مخ شوي او وهل شوي دي.

XS
SM
MD
LG