د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د افغان کرکټ الف لوبډلې خپلې بنګله‌دېشۍ سیالې ته ماته ورکړه


د افغانستان بیرغ
د افغانستان بیرغ

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ۴ ورځنۍ لوبه کې د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.

په‌دې سیالۍ کې بنګله‌دېش په خپل لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ او په دوهمه پاڼۍ کې ۱۷۳ منډې وکړې افغانستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو منډو او دوهمې پاڼۍ کې د ۷ وېکټو په توپير وګاټله.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان توپ اچوونکي قیس احمد ته ورکړل شوه چې په‌دې سیالۍ کې يې د بنګله‌دېش ۱۰ لوبغاړي سوځولي وو او ۴۶ منډې يې هم کړې وې.

افغان الف لوبډله اوس‌مهال د بنګله‌دېش په سفر بوخته ده، دغلته به د بنګله‌دېش له الف لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG