کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د افغان سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د پلان له مخې نن یکشنبې په قطر کې د جرمني په کوربهتوب د افغان سولې لپاره بینالافغاني خبرې داسې مهال پیلېږي چې ورسره جوخت په قطر کې د سولې لپاره د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرو تراوسه کومه مثبته نتیجه نهده ورکړې.
په سرمقاله کې وړاندي راغلي، د سولې وروستیو هڅو ته په کتو له روانې غونډې هم کومه تمه نهکېږي او په وینا یې یوازې د ځان او ولس د تېر ایستلو لپاره یوه هڅه ده.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې بیا د قطر ناستې ته په کتو لیکلي، افغانان هره ورځ د افراطیت او ترهګرۍ قرباني دي او ژر تر ژره باید اوربند وشي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، د غونډې ګډونوال باید تر ډېره د سولې د ټينګښت لپاره په اوربند ټينګار وکړي.
- مسیر
د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د قطر بینالافغاني خبرې، دوه تېروتنې او دوه شونتیاوې.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، غونډې ته وربلل شوي کسان چې ځينې یې د سولې مخالف دي او کم داسې کسان پهکې شته چې د سولې ملاتړي دي او غواړي له طالبانو سره جوړه وشي.
د سرمقالې لیکوال په باور، که څه هم دا غونډه به کومه محسوسه پایله ونه لري، خو خلک همدې ته په تمه دي او غواړي چې په داسې غونډو سره د افغانانو ترمنځ فاصله کمه شي او پراخ جوړ جاړي او پخلاینې ته لاره هواره شي.
- انیس
انیس ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د مذاکرو خبره داسې مهال کېږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخېستی او وسلهوال طالبان د امتیاز اخېستلو په لټه کې دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په بهر کې د سولې روان مذاکرات به هغه مهال ګټور وي چې د حکومت د استازو نظرونه په پام کې ونیول شي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا قطر ته د تللي افغان پلاوي د یو غړي ملا عبدالسلام ضعیف له قوله لیکلي چې له طالبانو سره د بینالافغاني ډیالوګ پایلو ته خوشبین دی.
ورځپاڼې لیکوال همدارنګه لیکلي چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ اووم پړاو مذاکرات به په دوحه کې په بینالافغاني مذاکراتو مثبت اثر ولري.
- اصلاح
او اصلاح ورځپاڼې په سرمقاله کې د جرمني او قطر په کوربهتوب د بینالافغاني خبرو د پیل په تړاو لیکنه کړې.
وړاندې په سرمقاله لیکلي، که څه له دغې غونډې ډيره تمه نهکېږي، خو د لیکوال په باور د سولې بین الافغاني خبرو لپاره باید لومړی ذهنیتونه جوړ شي.