د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

مایک پامپیو د واشنګټن او نوي ډيلي ترمنځ د شته کړکېچ د کمېدو لپاره هڅې وکړې


په هند کې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو. June 26, 2019
په هند کې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو. June 26, 2019

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د هند د سفر په ترڅ کې د واشنګټن او نوې ډېلي ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د شته کړکېچ کمېدو لپاره هڅې وکړې.

ده ژمنه وکړه چې د خبرو پر مهال‌یې له هند سره د اړیکو ښه کېدو ته پاملرنه کړې، خو ښاغلي پامپیو په‌دې برخه کې نور جزئیات ورنه‌کړل چې څرنګه به د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نظر پر شته اختلافاتو برلاسه شي.

مایک پامپیو د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس. جي شنکر سره پر سیمه‌ییز امنیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د فارس خلیج پر وضعیت، د هند د پوځي وړتیا پر پياوړتیا او د دواړو هېوادونو پر یو شمېر نورو ګډو مسایلو خبرې وکړې.

پامپیو پرون له اېس. جي شنکر سره په نوې ډېلي کې ګډې خبري غونډې ته وویل: "د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې هند د خپل ارضي تمامیت لپاره لازم پوځي توان لري او کولای شي چې د ۲۱مې پېړۍ شته ګواښونو ته ځواب ووایي."

په نوې ډېلي کې دې خبري غونډې ته بیا د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جي شنکر د امریکا ملاتړ ته په اشارې وویل: "له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، زه له فرصته په استفادې غواړم چې د ډونالد ټرمپ له ادارې څخه په‌دې برخه کې مننه وکړم چې زموږ قوي ملاتړ یې کړی دی او پر پوله د اوښتونکي ترورېزم په برخه کې هېڅ‌راز زغم نه‌لیدل کېږي."

د روېټرز اژانس د راپور له مخې هند ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر سفر په‌داسې وخت کې شوی چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې کړکېچ زیات شوی دی.

واشنګټن غواړي چې د هند بازارونو ته لار وکړي، نوې ډېلي بیا غواړي چې بهرني شرکتونه د هند په اړه اطلاعات د هند دننه خوندي کړي او په ورته وخت کې نوې ډېلي غواړي چې متحده ایالاتو ته المونیوم او فولاد صادر کړي.

مایک پامپیو پرون سهار د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره هم وکتل.

مایک پامپیو پرون سهار د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره
مایک پامپیو پرون سهار د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره

تمه ده چې له ښاغلي مودي سره د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ روانه اوونۍ په جاپان کې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو یا «جي. شل» د غونډې ترڅنګ خبرې وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د هند تر سفر مخکې کابل ته تللی و او نن به له هنده د جاپان اوساکا ښار ته ولاړ شي، څو هلته د «جي. شل» په غونډه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG