د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

منطقوي اتصال، تجارت، ټرانزیت او پانګونه او امنیت د غني او عمران خان د خبرو اجنډا ده


ارشیف، ولسمشر غني په سعودي کې کله چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي و. May 31 2019
ارشیف، ولسمشر غني په سعودي کې کله چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي و. May 31 2019

ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د افغانستان ولسمشر اشرف غني له پاکستاني چارواکو سره په اسلام‌اباد کې خبرې وکړي.

دا سفر د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه ترسره کېږي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د هغو ټکو په اړه چې په‌دې سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره خبرې پرې وشي، وایي: "په‌دې سفر کې به پر څلورو موضوعاتو تمرکز کېږي:

  • لومړی منطقوي اتصال دی.
  • دوهم تجارت، ټرانزیټ او پانګونه په افغانستان کې.
  • درېیم د امنیت په برخه کې به بحث وشي.
  • او څلورم د سولې په اړه، ځکه چې د افغانستان حکومت، خلک، نړیوال دې ته چمتو دي چې ۴۰ کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي او باید ولیدل شي چې د سیمې نور هېوادونه خصوصاً پاکستان په‌دې برخه کې څومره چمتوالی لري او څرنګه همکاري کولی شي."
سیمه‌ییزې اړیکې، سوداګرۍ، ټرانزیت، پانګونه او امنیت، د غني او عمران خان د بحث جزئیات دي.

د افغانستان ولسمشر په‌داسې وخت کې پاکستان ته روان دی چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې اسلام‌اباد باید عملي ګامونه واخلي.

پامپیو د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې سولې ته هیله‌مند دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

ښاغلي پامپیو دا هیله هم ښکاره کړه چې تمه ده په شااوخوا دوو میاشتو کې له افغان طالبانو سره سوله وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره اووم پړاو خبرې پیل کړي.

کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې اشرف غني د ملي وحدت حکومت مشر شو پاکستان ته ولاړ او هلته‌یې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشرانو سره هم وکتل.

د سیاسي چارو کتونکی صدیق پتمن وایي چې ولسمشر غني هغه مهال ډیپلوماتیک اصول مات کړل، څو اسلام‌اباد ته خپل نیت وښیي چې افغانستان له زړه غواړي چې دواړه هېوادونه ښه اړیکې ولري.

نوموړي زیاته کړه: "اوس هم ناوخته نه‌دی که پاکستان د ولسمشر غني ښه نیت ته مثبت ځواب ووایي او د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل مثبت کردار ولوبوي، دا تر موږ د پاکستان زیات په ګټه دی، که په افغانستان کې سوله وي د سیمه‌ییز اتصال لپاره د پاکستان لپاره یو ډېر ښه فرصت په لاس ورځي."

د افغان ولسمشر د پاکستان سفر دوه ورځنی دی.

بل‌خوا​ هغه سیاسي شنونکي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې څاري په‌دې باور دي چې پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني وروستی سفر د دواړو هېوادونو لپاره یو فرصت دی چې په خپلو کې په سیاسي او اقتصادي اړیکو شته بې‌باورۍ راکمې کړي.

په امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکتر احمد ویس وردګ، باور لري چې پاکستان د ورپېښو اقتصادي ستونزو او نړیوالو فشارونو له کبله اړ دی چې افغانستان سره د خپلو اړیکو په ښه کولو او د دې هېواد په سوله کې په رښتیني همکارۍ خپل ځان له اوسني بحران وباسي.

د ویس وردګ په باور، سیمه‌ییز اتصال چې افغان ولسمشر پرې ټینګار کوي داسې څه دي چې ټینګېدل‌یې د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه کولای شي.

له ډاکتر احمد ویس وردګ سره اسلام‌اباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د تازه سفر په اړه د ازادي راډیو خبریال اجمل اند مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
مستقیم لېنک

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې ولسمشر غني به د دې سفر پر مهال لاهور ته هم ولاړ شي او هلته به د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ګډې غونډه کې برخه واخلي.

اشرف غني روان کال پاکستان تورن کړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي او دا خبره‌یې هم وکړه چې د افغانستان د جګړې کیلي په اسلام‌اباد کې ده.

XS
SM
MD
LG