د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

په ایران کې افغان سفارت: تبریز ته د افغان کډوالو په تګ بندیز لېرې شوی


د ایران او افغانستان بیرغونه
د ایران او افغانستان بیرغونه

په ایران کې د افغانستان سفارت وايي چې تبریز ته په تګ بندیز لېرې شوی دی.

ډېری افغانان د فوټسال د اسیايي لوبو په لړ کې د افغانستان او جاپان د فوټسال د پایلوبې لپاره انتظار باسي، کوم چې نن ماښام به د ایران په تبریز ښار کې ترسره شي.

خو په ایران کې ډېری افغان ګډوال اندېښمن دي چې دغې لوبې ته د ورتګ اجازه نه لري.

په ایران کې د افغانستان سفارت مسؤلین بیا وايي چې د دوی د هڅو په ترڅ کې دا بندیز لېرې شوی او هغه کسان چې د هستوګنې قانوني اسناد ولري، دا لوبه کتلی شي.

په تهران کې د افغانستان سفارت د فرهنګي برخې مرستیال سید یعقوب هوشمند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: له نېکه مرغه دا بندیز لېرې شوی، ایراني چارواکو رسماً اعلان کړی دی، اوس بندیز نشته، کډوال او د ورزش مینوال تبریز ته روان دي او یو شمېر رسېدلي هم دي.

د تبریز والي بهروز مهدوي د جمعې په ورځ د ایران فارس خبري اژانس ته ویلي، هر څوک چې په قانوني توګه ایران ته ننوتي وي، کولای شي چې تبریز ښار ته سفر وکړي.

نوموړي دا هم ویلي چې د افغان لوبډلې مینوال هم کولای شي چې دغه لوبه وګوري او خپله لوبډله تشویق کړي او په دې برخه کې هېڅ ډول بندیز نشته.

خو په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې لوبه له نېږدې وګوري.

عاسیه هغه څوک ده چې له ۱۵ کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږي.

دا وايي، ډېره لېواله وه چې تبریز ته د افغان لوبډلې د لوبې لیدو ته ولاړه شي، خو د هغو بندیدونو له امله چې د ایران د دولت له خوا په افغان ګډوالو لګول شوي، ویې نه شول کړای چې دغه لوبه له نېږدې وګوري.

له شل کلنۍ د کم عمره ځوانانو د فوتسال افغان لوبډله
له شل کلنۍ د کم عمره ځوانانو د فوتسال افغان لوبډله

دا وایي: ډېر ښارونه دي چې افغانان هلته د تګ اجازه نه لري، تبریز هم له همدې ښارونو څه دی، په داسې حال کې چې افغان لوبډله هلته لوبه لري، خو افغانان د ورتګ اجازه نه لري، دوی نه شي کولای چې خپله لوبډله تشویق کړي او د ډېریو زړونه زما په شان مات شوي.

عاسیه وايي، حتی تبریز ته د تللو لپاره د وګړو ادارې ته چې کډوالو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي، هم مراجعه وکړه، خو ناهیلې شوې.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو هم په دې اړه تند غبرګونونه ښودلي او اشتک په کارلو سره یې چې ځو تبریز ته، د ایران له دولته غوښتي چې افغان کډوالو ته دا اجازه ورکړي چې تبریز ته د خپلې لوبډلې هڅولو ته ورشي.

په ایران کې د افغان سفارت د کډوالو چارو اتشې سید ابراهیم حجازي په وینا، افغانان د ایران په ۲۰ ښارونو کې د هستوګنې او هلته د تګ اجازه نه لري.

ایراني چارواکي د دغه بندیز لامل امنیتي او کاري ملاحضات ګڼي.

په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال فدارسیون تمه لري چې دا لوبه د ګڼو افغان نندارچیانو په حضور کې ترسره شي.

د اسیا د فوټسال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او جاپان د فوټسال لوبډلو ترمنځ پایلوبه نن د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیلېږي.

افغان لوبډله په دغو لوبو کې درې بریاوې لري او یوازې له ایراني لوبډلې یې ماته خوړلې ده.

د افغانستان خلک په دغه لوبه کې د خپلې لوبډلې بریا ته سترګې په لار دي.

XS
SM
MD
LG