د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د ارزکان امنیه قوماندان: د ازاد شویو غیر مسؤله وسله‌والو دوسیه څارنوالۍ ته سپارم


د ارزکان ولایت د امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري
د ارزکان ولایت د امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د ازاد شویو غیر مسؤله وسله‌والو دوسیه‌یې څارونوالۍ ته سپارلې ده.

د ارزکان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري وايي، د هغه ۲۵ تنو غیر مسؤله وسله‌والو دوسیه څارنوالۍ ته سپاري، کوم چې په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازو په ضمانت خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ازاد شویو کسانو له ډلې پخوانی د امنیت امر پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې هر وخت حاضر دی څو څارنوالۍ ته ځواب ورکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې دمخه په‌دغه ولایت کې افغان پوځيانو د یو شمېر پخواني دولتي چارواکو پر کورونو چاپې ووهلې او یو شمېر یې زندانیان کړل.

په‌دې اړه نور حال په دغه راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG