د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

ولسي جرګه: لا هم پخوانیو نږدې ۱۲۰ وکیلانو خپلې وسلې نه‌دي سپارلي


د افغانستان پارلمان
د افغانستان پارلمان

د ولسي جرګې دارالانشاء وايي، پخوانیو نږدې ۱۲۰ وکیلانو تراوسه خپلې وسلې نه‌دي سپارلي.

که څه هم د ولسي جرګې د دارالانشاء چارواکي د دغو وکیلانو نومونه وانه‌خېستل خو ویې ویل، تراوسه نږدې ۱۲۰ پخوانیو وکیلانو خپلې وسلې او دولتي امکانات نه‌دي سپارلي.

د ولسي جرګې د دارالانشاء اداري او پالیسي مرستیال رحیم الله غالب د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی امنیتي ارګانونو ته رسمي مکتوب لیږلی، خو تراوسه پورې یې اقدام نه‌دی کړی:

دی زیاتوي: "یوازې محدود کسان چې شمېر یې ۷ یا ۸ تنو ته رسېږي خپلې وسلې یې سپارلي، خو ډېریو وکیلانو چې شمېر یې نږدې ۱۲۰ ته رسېږي تراوسه یې خپلې وسلې او مهمات شورا ته نه‌دي سپارلي، موږ رسماً له دوی غوښتي او امنیتي ارګانونو ته رسمي مکتوب لېږل شوی، خو تراوسه په‌دې تړاو اقدام نه‌دی شوی."

راپورونه وایي، په لسګونو دولتي لوړپوړي کسان چې پخواني وزیران، والیان او ځینې نور کسان په‌کې شامل دي، پرته له دې چې اوس مهال کومه رسمي دنده ولري د حکومت ګران بیه او زرې نقلیه وسایط کاروي.

د قانون پر بنسټ حکومتي چارواکي باید د دوی د دندې له ختمېدو سره دولتي امکانات خپلو اړوندو ادارو ته وسپاري.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، هغه شمېر وکیلانو چې خپلې وسلې او نور امکانات یې نه‌دي سپارلي، د یو شمېر حکومتي کړیو له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

د ولسي جرګې یو غړی رمضان بشردوست
د ولسي جرګې یو غړی رمضان بشردوست

رمضان بشردوست یې په اړه وايي: "د دوی په واک کې لا هم دولتي موټر، وسلې، کارټ او د ولسي جرګې ځانګړي «و ـ ج» موټر دي چې ګڼې ستونزې پیدا کوي او د دوی له‌خوا سخت مقاومت موجود دی او د یو شمېر حکومتي کړیو له‌خوا هم ترې ملاتړ کېږي."

ازادي رآډیو هڅه وکړه څو په‌دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي لومړی ژمنه او بیا یې په‌دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

تردې وړاندې بیا د افغانستان جمهوري ریاست ویلي، حکومت په‌دې برخه کې جدي دی او ټولو ارګانونو ته یې امر کړی چې په‌دې اړه پلټنې وکړي او ټول دولتي نقلیه وسایط راوګرځوي.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د وکیلانو له نومه په ګټې اخېستنې دا مهال په ښار کې بېلابېل جرمونه ترسره کېږي، نو په‌کار ده چې اړوندې ادارې له دغو وکیلانو وسلې او نور دولتي امکانات چې د دوی په بدنامۍ تمامېدلای شي را وګرځوي.

XS
SM
MD
LG