د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د سولې ولسي حرکت پر نویو هڅو د نیویارک ټایمز تبصره


د سولې د ولسې حرکت غړي
د سولې د ولسې حرکت غړي
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، افغان ځواکونو په بغلان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ۳۴ تنه له زندانه ازاد کړي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې ۱۷ ملکیان او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۷ غړي یې د عملیاتو پر مهال له زندانه خوشې کړل.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د تېرې میاشتې اعلان ته اشاره کړې ده چې په‌کې راغلي وو چې له هغو افغانانو سره بد چلند کېږي چې د طالبانو په بند کې شپې ورځې سبا کوي.

د ورځپاڼې په باور، ملګرو ملتونو د هغو ۵۳ کسانو له ډلې له ۱۳ سره خبرې کړې دي چې د اپرېل په میاشت کې په ارزګان کې د طالبانو له بنده خوشې شوي وو، تر دې وروسته د ملګرو ملتونو په راپور کې څرګنده شوه چې طالبان له زندانیانو سره ناوړه چلند کوي.

تر ۸۰ ډېر کسان نږدې اوونۍ مخکې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه خوشې شول.

د دې زندانیانو له ډلې یو هم نورالدین نومېده چې ازادي راډیو ته‌یې وویل، طالبانو شکنجه کړی دی.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس د افغان ځواکونو دا هلې ځلې ستایلې دي چې په وروستیو کې یې د طالبانو څو زندانونه مات کړي او خلک‌یې ترې ازاد کړي دي.

جان بس د سې شنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې طالبانو دا بندیان نه‌دي خوشې کړي، بلکې افغان ځواکونو له بنده خلاص کړي دي.

ښاغلي بس په یوه بل ټویټ کې د اختر په مناسبت د افغان حکومت له لوري د یو شمېر طالبانو د خوشې کېدو په اړه څرګنده کړې ده چې د یوې سیاسي حل لارې لپاره د افغانستان د حکومت د دې هڅې هرکلی کوي.

  • نیویارک ټایمز

د سولې په تړاو د متحده ایالاتو بلې ورځپاڼې، نیویارک ټایمز د سولې د ولسي حرکت د نویو هڅو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دغه حرکت شااوخوا ۳۰ غړو د مې په ۳۰مه د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته سفر پیل کړ.

د نیویارک ټایمز دا مقاله د فهیم عابد په نوم یوه تن لیکلې ده.

په‌دې مقاله کې وړاندې راغلې دي چې د سولې د ولسي حرکت غړو ته طالبانو شین چای ورکړ، ګردې ډوډۍ یې ورته کېښودلې او دوی ته دا دښمن یو مخ د ځانونو په څېر ښکاره شو چې په سختو له خطره ډکو لارو یې د سولې لپاره مزل کړی و او طالبان هم د دوی په څېر سولې ته تږي وو.

لیکوال څرګندوي چې د سولې د ولسي حرکت دغو غړو په ورته وخت کې د طالبانو او افغان حکومت د مشرانو ترمنځ دا ورته‌والی ولید چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره جوړجاړی نه‌کوي.

ورځپاڼې د سولې د ولسي حرکت د مشر اقبال خیبر دا خبره رااخیستې ده چې د طالبانو مشرانو موږ ته وویل چې موږ به خپل خلک سولې ته وهڅوو، خو مشران مو تر هغو دا خبرې نه‌مني چې د دوی د غوښتنو ضمانت نه‌وي شوی.

خیبر زیاتوي چې د طالبانو مشران یو مخ د حکومت د مشرانو په څېر دي چې پر جګړې ټینګار کوي.

په مقاله کې بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرې راغلي دي چې وروسته تر دې چې شپږ پړاوه‌یې له طالبانو سره خبرې وکړې، څرګنده‌یې کړه چې دا خبرې کافي نه‌دي، بیا طالبانو د افغان مشرانو له پلاوي سره په قطر کې له لیدو ډډه وکړه او ویې‌ویل چې دوی د حکومت استازي دي او دا حکومت قانوني نه‌دی.

طالبانو د حکومت د استازو پر ځای له یو شمېر افغان سیاسي مشرانو سره په مسکو کې ولیدل، خو د دې پلاوي د اوربند خبره‌یې هم رد کړه.

XS
SM
MD
LG