د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د شپږېزې لیک د دوو ټيمونو د امتیاز لپاره کمپنیو ته بلنه ورکړل شوې


د کرکټ د ځينو افغان ننداره چیانو یو انځور
د کرکټ د ځينو افغان ننداره چیانو یو انځور

افغان کرکټ بورډ وايي، یو شمېر ادارو، کمپنیو او شرکتونو ته يې بلنه ورکړې چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې د دوو لوبډلو د امتیاز د اخیستلو لپاره د ۲۰۱۹ لمریز کال په شل اوریزو لوبو (شپږیزه لیګ) کې برخه واخلي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لوبډلې د کابل ایګلز او د بندامیر دراګنز دي.

د شپږیزې شل اوریزه لیګ هر کال په افغانستان کې جوړېږي چې د زونونو شپږ ټیمونه په کې برخه اخلي.

د راپورونو له مخې، د دغو سیالو ۴ نور ټیمونه مخکې له مخکې د امتیاز په بدل کې تجارتي شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG