د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

له افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه د ناټو له نوې ژمنې د افغان حکومت هرکلی


ارشیف، د ناټو سرتېری د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې
ارشیف، د ناټو سرتېری د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر د ناټو له مالي ملاتړه هرکلی کوي او وايي چې دا به د افغان ځواکونو روحیه پیاوړې کړي.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر وايي، په بروکسل کې د ناټو له تازه ژمنې سره هغه اندېښنې لېري شوې چې ګواکې نړېواله ټولنه به افغانستان یوازې پرېږدي.

محمد همایون قيومي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د بروکسل په ناسته کې د ناټو غړو هېوادونو بیا ځلې ژمنه وکړه چې له ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته به هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

ښاغلی قیومي دا ناسته له لاسته راوړنو ډګه ګڼي او وایي:

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي
د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي

"د بروکسل په ناسته کې چې د ناټو ټولو غړو هېوادونو پکې حضور درلود، پکې یو ځل بیا له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند شو، دوی په افغانستان کې له شویو پرمختګونو هم خوښي څرګنده کړه او ټينګار یې وکړ چې تر ۲۰۲۴ او له هغې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي."

دغه لګښت هر کال پنځه میلیارده ډالر اټکل کېږي چې زیاته برخه‌ یې د امریکا متحده ایالات او د ناټو نور متحدان ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تېرې سې شنبې په ورځ د بروکسل په غونډه کې ویلي چې د روان کال د مې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې بسپنه ورکوونکو هېوادونو د افغان ځواکونو د ملاتړ له صندوق سره دوه میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د ملي اردو د ملاتړ صندوق به د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته پرانیستی پاتې شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

مخکې تر دې تر ۲۰۲۰ کال وروسته په کور دننه د افغان ځواکونو د تمویل په اړه ګڼې اندېښنې موجودې وې.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر محمد همایون قيومي جوړې شوې خبري غونډې ته دغه شان وویل، دوی هڅه کوي چې په ځان د بسیاینې لپاره خپلو اقتصادي پلانونو ته هم چټکتیا ورکړي.

ده زیاته کړه:

"د دې لپاره چې افغانستان په ځان د بسیاینې په لور ولاړ شي، مونږ څو پکېجونه جوړ کړي چې لومړی یې ۸،۷ میلیارده ډالر دی چې تقریباً ۵،۵ یې د کرنې برخې او ۱،۳ میلیارده یې د برښنا په برخه کې دي."

که څه هم افغان حکومت د اقتصادي او مالي ځان بساینې لپاره تر دې مخکې هم ټينګار کړی، خو تراوسه پورې عملي اقدامات نه دي شوي.

ښاغلی قیومي وايي، تر راتلونکو څو میاشتو پورې به څېړنې پای ته ورسېږي او ډېر ژر به په دې برخه کې عملي کارونه هم پیل شي.

XS
SM
MD
LG