د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د افغانستان د انتخاباتي بودجې لپاره د نړېوالې ټولنې شرطونه څه دي؟


آرشیف/ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه
آرشیف/ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، نړېوالې ټولنې د ټاکنو د بودجې د ورکړې لپاره د یو شمېر معیارونو په بشپړولو ټينګار کړی.

د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، لاهم نړېوالې ټولنې د انتخاباتو بودجه د دوی په واک کې نه ده ورکړې.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست ازادي راډيو ته وویل چې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب، د معیارونو بشپړول، ظرفیت جوړونه او په ټاکلي وخت د موادو انتقال د نړېوالې ټولنې له لوري له مهو شرایطو دي.

خو نوموړي وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د یو شمېر دغو غوښتنو عملي کول نا ممکن دي.

ده وویل:

"نړېواله ټولنه یو ریالیستیک پلان غواړي، دا په دې معنا چې یو حقیقي پلان باید موجود وي او هغه معیارونه چې نړېوالې ټولنې کمېسیون ته ټاکلي، پوره کړي، خو یو شمېر معیارونه چې د افغانستان په عمومي وضعیت پورې تړاو لري، نړیواله ټولنه یې باید درک کړي، د کمېسیون امکانات په پام کې ونیسي، ځکه کمېسیون د کومې معجزې توان نه لري."

د بودجې ترڅنګ ناامني هم د کمېسیون د کارونو په مخ کې لوی خنډونه جوړ کړي.

دغه کمېسیون وايي، نړېوالې ټولنې ته دا ډاډ نه شي ورکولی چې په ټولو مرکزونو کې به انتخابات ترسره کړي.

د رأیې ورکونې د مرکزونو کمول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په مخ کې له نورو خنډونو شمېرل کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې مخکي ویلي چې په څه باندې ۷۳۰۰ مرکزونو کې انتخابات ترسره کېږي، خو تېره اوونۍ یې اعلان وکړ چې د ناامنیو له امله له ۲۰۰۰ په زیاتو مرکزونو کې انتخابات نه ترسره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تردې مخکي ویلي، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې، د ولایتي شوراګانو او په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات به د میزان به ۶مه ترسره شي چې ۱۳۲ میلیونه ډالر بودجې وړاندېز یې وکړ.

له دغه وړاندیز وروسته د افغانستان حکومت وویل چې د بودجې ۲۰ سلنه دوی ورکوي، چې له دې لږ ځنډ وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خپلې پرېکړې په شا شو او ویې ویل چې د تلې په ۶مه یوازې ولسمشریز انتخابات ترسره شي.

بل‌ خوا د انتخاباتو څارونکي بنسټونه او په تېره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، په کمېسیون کې شته ظرفیتونو ته په کتو دوی به ونه توانېږي چې دا معیارونه بشپړ کړي او دا انتخابات به هم د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو غوندې له ننګونو سره مخ وي.

د دې بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي:

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

"مونږ په جدی ډول د دې پلوي یوو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکي تر دې چې بودجه ورته په مشروط ډول ورکړل شي، باید مونږ ډاډه شو چې شفاف او نسباً ښه انتخابات به ترسره کوي."

ښاغلی رشید وايي، کمېسیون خپل استقلالیت نه لري، نو ځکه نه شي کولای چې عملیاتي پلان په خپل وخت عملي کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، تر کومه چې د کمېسیون غړي عملي اقدامات ونه کړي، روانې چارې به ټکنۍ او ممکن د میزان په ۶مه انتخابات ترسره نه شي.

XS
SM
MD
LG