د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د روسیې او چین ولسمشرانو په مسکو کې د اړیکو د لا ښه کېدو ژمنه وکړه


ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پېنګ
ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پېنګ

د روسیې او چین ولسمشرانو په مسکو کې ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادو اړیکې به ډېرې ښې کړي.

دغو دوو مشرانو په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د واشنګټن اړیکې له روسیې سره تودې نه دي او له چین سره یې اقتصادي روابط ساړه شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې پرون د خپل چینایي سیال شي جین پېنګ کوربه و.

د دغو دوو مشرانو خبرې د دواړو هېوادو تر اړیکو راڅرخېدې او شي جین پېنګ په خپلو خبرو کې پوتین خپل نږدې دوست وباله.

دغو دوو مشرانو په تېرو شپږو کلونو کې ۳۰ ځله سره لیدلي او وروسته تر دې چې شي جین پېنګ په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د چین مشر شو، دا د ده اتم سفر دی چې روسیې ته یې کوي.

د چین ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په کرملین کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخاطب کړ او ویې ویل چې موږ به په مهمو موضوعاتو کې له یوه بله ملاتړ لاپسې زیات کړو.

ده وویل:

"بیا هم له روسیې څخه د لیدنې لپاره ستاسو له بلنې منندوی یم، د چین او روسیې اړیکې د باثباته پراختیا په لور درومي او د اوس لپاره په تر ټولو غوره حالت کې دي، دواړه خواوې د یوه بل ملاتړ کوي."

په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې مسکو او پېکنګ نړیوالو موضوعاتو ته په یو ډول ګوري او سره ورته نظر لري، پوتین د پېکنګ او مسکو د اړیکو ستاینه وکړه او ویې ویل:

"لومړی غواړم چې له خپل پخواني او ښه ملګري ولسمشر شي جین پېنګ څخه چې د دغسې یوه پلاوي په مشرۍ راغلی دی، خوښي وکړم، د دواړو هېوادو پلاوي د ټولو هغو برخو استازي رانغاړي چې غواړو په دې له یوه بل سره همکاري وکړو، زه ډاډه یم چې ستاسو دا لیدنه کتنه به د ټولو هغو پلانونو د پلي کېدو لپاره ګټوره وي چې په ګډه مو طرحه کړي وو."

په داسې حال کې چې د واشنګټن او روسیې اړیکې تودې نه دي او د پېکنګ او واشنګټن تجارتي روابط ساړه شوي دي، د پېکنګ او مسکو روابط پیاوړي کېږي.

د امریکا د متحده ایالتونو او روسیې اړیکې وروسته تر دې خړې پړې شوې چې په اوکراین کې جګړې پیل شوې، بیا په سوریې کې جګړې تودې شوې او واشنګټن روسیه تورنه کړه چې د امریکا د متحده ایالتونو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې مداخله کړې ده.

د چین ولسمشر پرون په خپلو خبرو کې په غیر مستقیم ډول د امریکا د متحده ایالتونو هلو ځلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې یوه اړخیزه اجنډا د پراختیا په حال کې ده او له داسې تګلارو استفاده کېږي چې په زور ولاړه وي.

د چین او روسیې مشرانو په داسې وخت کې سره لیدلي دي چې د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ګډون د نړۍ یو شمېر مشران په بریتانیا کې راغونډ شول او د نړیوالې دوهمې جګړې د هغې ورځې پنځه اویایمه کلیزه یې ونمانځله چې د بریتانیا متحدانو د فرانسې په نورماندي کې په ۱۹۴۴ کال کې ګډ عملیات پيل کړل او د جګړې لوری د بریتانیا په ګټه وڅرخېده.

XS
SM
MD
LG