د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

پوهنې وزارت: بېلابېلو ستونزو ګڼ افغان ماشومان له زده‌کړو محروم کړي


په کابل کې افغان ماشومان/ Source: epa
په کابل کې افغان ماشومان/ Source: epa

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د بېلابېلو ستونزو له امله ګڼ افغان ماشومان له زده‌کړو څخه محروم دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت نجرابي وايي، د دغو ماشومانو ډېره برخه یې نجونې دي:"په مجموعي ډول ۳ عشاریه ۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه محروم دي، دغه ماشومان د ناامنیو، ناسمو دودونو او بې وزلۍ له امله له ښوونځيو بې برخې دي، له دې ډلې ډېره برخه یې نجونې دي."

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

۱۲ کلن بلال ښوونځی له دې امله پرېښی چې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

هغه د کابل ښار په مکرویانو سېمه کې بوټان رنګوي.

نوموړی وايي، پلار یې په نشه‌یي توکو روږدی او مور یې ناروغه ده نو اړ دی چې کار وکړي:"پلار مې پوډري دی، نو ځکه ما ښوونځی پرېښی او کار کوم، مور مې ناروغه ده، د ګردو ناروغي لري، زما د مور ګردې خوږېږي، نور واړه ورونه مې دي یو ۷ کلن دی او بل دوه کلن دی."

هغه وايي، په ورځ کې ایله دومره پیسې پیدا کوي چې کور ته پرې وچه ډوډۍ یوسي.

دی زیاتوي: "زه د ورځې دومره خرڅ پیدا کوم چې خپل کور ته پرې ترکاري او وچه ډوډۍ یوسم، نور کور کې څه نه‌لرو، موږ له لغمانه د ناامنیو له امله کابل ته راغلو، خپل هم‌زولو ته چې ګورم ښوونځي ته ځي سخت خپه کېږم."

بلال چې په درېیم ټولګي کې یې ښوونځی پریښی دی وايي، د ژوند یوازینۍ هېله یې دا ده څو بېرته ښوونځی پیل کړي: "د ژوند تر ټولو لویه هېله مې دا ده چې ښوونځی بېرته پیل کړم، غواړم راتلونکي کې انجنیر شم. "

دا په‌داسې حال کې ده چې له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې ادارې «سېف د چلدرین» هم په خپل نوي راپور کې ویلي چې له هرو پنځو پر شرایطو برابرو افغان شومانو له ډلې دوه یې له زده‌کړو څخه محروم دي.

دغه ادارې په‌دې کلني راپور کې له زده‌کړو څخه د ماشومانو د محرومیت لوی لامل په افغانستان کې روانه جګړه او تاوتریخوالی یاد کړی دی.

راپور همدارنګه وايي چې دا مهال شاوخوا زر بابه ښوونځي د غیر مسؤله وسله‌والو، د افغان او نړیوالو سرتېرو له‌خوا تخریب، اشغال او یا هم د جګړو له امله بند شوي دي.

له ښوونځیو څخه د افغان ماشومانو پر محرومیت دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په‌دې وروستیو کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونېسف هم ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې پر ښوونځو بریدونه درې برابره زیات شوي او دا ښوونځيو ته د ماشومانو لاس‌رسۍ کم کړی.

XS
SM
MD
LG