د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

اوږۍ امېل د پښتو فولکلوریک ادبیاتو د راټولولو مرکز جوړوي


اوږۍ امېل ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې , 29 May 2019
اوږۍ امېل ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې , 29 May 2019

دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې له اوږۍ امېل سره غږېدلي یو.

په افغانستان کې، زیاتره وخت سوداګرې ښځې هڅه کوي چې د ښځو په لاس جوړ شويو توکو سوداګري وکړي او دا کار معمولأ په کمو پیسو هم پیلوي.

اوږۍ امېل هم هغه سوداګره ده چې د سوداګرۍ کاروبار یې له لاسي صنایع څخه پیل کړ.

هغه د دې تر څنګ د زراعت او مالدارۍ په برخه کې یو شرکت لري چې یو شمېر ښځو ته په‌کې د کار زمینه هم برابره شوې ده، خو اوس غواړي د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مرسته د پښتو فولکلوریک ادبیاتو د راټولولو یو فرهنګي مرکز جوړ کړي.

دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG