د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

ایا دولت د بلخ ــ چین ترمنځ د اورګاډي له پټلۍ کومه سوداګریزه ګټه اخیستې؟


ارشیف، حیرتان بندر
ارشیف، حیرتان بندر

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې افغاني صادراتو ته په منځنۍ آسیا او چین کې د بازار د نشتون له امله د سنیو- بلخ اورګاډي پټلۍ له لارې صادرات نه دي ترسره شوي.

د شمال زون د سوداګرۍ خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي وايي، سره له دې چې له ازبکستان سره د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو ستونزه حل شوې، خو تر اوسه د افغانستان - چین ترمنځ د غځېدلې رېل پټلۍ له طریقه چین او یا هم د منځنۍ آسیا هېوادونو ته هېڅ ډول صادرات نه دي ترسره شوي.

هغه وویل:

" له مونږ سره دا ثبت نه ده چې د اورګاډي د پټلۍ له لارې دې چین ته سوداګرو صادرات ترسره کړي وي، که په ټرانزیټ ډول کوم صادرات شوي وي، مونږ سره ثبت نه دي، خو هر ډول صادرات چې کېږي، هغه لومړی له مونږ سره ثبتېږي، د اوسپنې له پټلۍ باید هم په صادراتو کې او هم په وارداتو کې موثره ګټه واخيستل شي."

آرشیف
آرشیف

د شمال زون د سوداګرۍ خونې د اجرائیه مدیر په خبره چې پخوا ازبکستان د افغانستان صادراتي توکو ته اجازه نه ورکوله چې د اورګاډي له لارې چین او یا هم روسیې ته صادر شي، دی وايي چې هغه وخت سوداګر اړ وو چې لومړی توکي ازبکستان ته ولېږدوي او بیا له هغه ځایه يې په واګونونو کې ځای پر ځای کړي.

نصیر احمد قاسمي وايي چې په همدې دلیل افغان سوداګرو ونه غوښتل ترڅو د رېل پټلۍ له لارې د اورګاډي په وسیله صادرات ترسره کړي، خو د هغه په خبره چې اوس مهال له ازبکستان سره دا ستونزه حل ده او افغان سوداګر کولی شي چې په حیرتان بندر کې خپل توکي په واګونونو کې بار کړي او د چین په مقصد یې واستوي.

په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست مشر شېر احمد سپاهي زاده وايي چې د اورګاډي د پټلۍ له لارې منځنۍ آسیا ته صادرات ترسره شوي، خو دا صادرات د ګمرکي ستونزو په دلیل ډېر لږ دي.

سپاهي زاده وویل چې هڅې پيل شوي ترڅو د افغانستان- چین ترمنځ د غځېدلې رېل پټلۍ له لارې د صادراتو ستونزه هواره شي.

ارشیف، د حیرتان بندر یو انځور
ارشیف، د حیرتان بندر یو انځور

ده وویل:

"ډېر لږ صادرات ترسره شوي، خو شرایط داسې دي چې دواړه لوري باید پرې کار وکړي، ترڅو د ټکس او تعرفې مسایل نهايي شي او ګمرکات هم هڅه کوي چې ډېر تسهیلات برابر کړي، د بلخ ګمرک او د حیرتان بندري خدماتو شرکت هڅې کوي چې ډېر ژر صادرات پیل شي."

د بلخ د ګمرک ریاست مشر عبدالرحمن راسخ وايي چې افغاني توکو ته د بازار د نشتون په دلیل د افغانستان-چین ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ له لارې هېڅ ډول صادرات نه دي ترسره شوي.

په داسې حال کې چې چارواکي وايي، د سنیو- بلخ رېل پټلۍ له لارې چین او منځنۍ آسیا ته صادرات نه دي ترسره شوي، خو د بلخ د سوداګرۍ او صنعت اداره وايي چې د کښتۍ او موټرو له لارې د حیرتان له بندر څخه د صادراتو کچه ۶ سلنه زیاته شوې ده.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG