د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

ارزګان کې د روژې په نوم د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل شوي


په ارزګان کې د فوټبال فدراسیون مسؤلین وايي، دغه سیالۍ ۲۰ ورځنۍ دي او ۱۶ لوبډلو په‌کې برخه اخیستې.

دوی وايي، هدف‌يې د ځوانانو ترمنځ یووالی او په افغانستان کې د جګړې ښکېلو خوا ته پیغام ورکول دي چې د روژې په میاشت کې اوربند او سوله وکړي.

دغه لوبو ته ورغلي نندارچیان هم زیات خوښ دي او پر ښکېلو خواوو د اوربند غږ وکړ.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت هم د شپې پر ۱۲ بجې دغو لوبو ته ورغلی او دغه راپور يې پرې چمتو کړی دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG