د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د ترکیې پولیسو دوه کسان د یو افغان کډوال د وهلو ډبولو په تور نیولي


د انقرې د ښار یو انځور
د انقرې د ښار یو انځور

د ترکېې پولیسو دوه کسان د یو افغان کډوال د وهلو او ډبولو په تور نیولي دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې یوه وېډیو خپره شوې چې یو افغان کډوال په‌کې د ترکیې د څو ځوانانو له‌خوا وهل کېږي.

دغه وېډیو چې په موبایل ثبت شوې، ترکي ځوانان د یو افغان کډوال په وهلو بوخت دي.

په استانبول کې افغان جنرال قونسل وايي، تر اوسه د دغې پېښې کره نېټه نه‌ده څرګنده، خو دوه ورځې مخکې د افغانستان قونسلګرۍ اطلاع ومونده چې د ترکیې د افیون ولایت د چایا په ولسوالۍ کې یو افغان کډوال د ترکیې د د یوې لنډه‌غرې ډلې له‌خوا وهل شوی دی.

زکریا بارکزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۷» ازادي راډیو ته وویل، په ترکیه کې د افغان قونسلګرۍ له هڅو وروسته ترکي پولیسو عمل کړی او د دې پېښې په تړاو يې دوه ترکي ځوانان نیولي دي.

په استانبول کې افغان جنرال قونسل زکریا بارکزی
په استانبول کې افغان جنرال قونسل زکریا بارکزی

​دی وایي:

"بالاخره دوه کسان‌یې ونیول شول، بل کس چې عمر یې کم و، په ضمانت خوشې شو، موږ دغه قضیه په جدي توګه تعقیبوو چې په راتلونکي کې د دا شان پېښو مخه ونیول شي."

تر اوسه د دغو وهلو ډبولو څرنګوالی معلوم نه‌دی، خو افغان جنرال قونسل وایي دا چې په ترکیه کې د بې‌کارۍ اندازه ۱۳ فیصده ده، د افغانانو له کار کولو سره ځیني ترکي ځوانان حساسیت ښيي.

له ایران او پاکستان وروسته ترکیه هغه هېواد دی چې ډېر افغان کډوال په‌کې مېشت دي.

د یو لړ معلوماتو له مخې، په ترکیه کې شااوخوا ۲ لکه افغان کډوال اوسېږي چې ډېری یې په غیر قانوني توګه ترکيې ته تللي دي.

کوم افغانان چې په غیر قانوني توګه ترکیې ته تللي، ترکي دولت ته‌یې ستونزې پېښې کړې دي.

په وروستیو درې ورځو کې د استانبول ښار د لیسن یورت په سیمه کې د دوو ډلو افغان کډوالو ترمنځ نښته کې دوه افغانان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د ترکیې پلازمېنه د انقرې ښار
د ترکیې پلازمېنه د انقرې ښار

په استانبول کې افغان جنرال قونسل وايي، دغه نښته د یوې عربۍ نجلۍ پر سر رامنځته شوې ده.

ده وویل:

"هغه مسئله چې افغان ځوانانو پرې دعوا کړې، د کومې عربۍ نجلۍ مسئله وه، دغه مسایل د افغانانو پر وړاندې د ترکانو رویه ډېره بدلوي."

افغان جنرال قونسل وايي، په دې تړاو ترکي پولیسو نهه افغان کډوال نیولي چې جدي پلټنې یې روانې دي.

په ورته وخت کې د کډوالو د چارو پوهان وايي، په ترکیه کې د یو شمېر افغان کډوالو غیر قانوني کړنې، د ترکيې د خلکو او دولت حساسیت پاروي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو د چارو فعالې فرحناز رحماني ازادي راډیو ته وویل:

"پرته له شکه هر عمل عکس‌العمل لري، د هر غیر قانوني عمل پر وړاندې قانوني چلند کېږي، د دواړو لورو ترمنځ د دوستۍ د دوام لپاره ځوانان باید خپل مسؤلیت ترسره کړي او غیر قانوني کړنو ته لاس ورنه‌وړي."

په ترکیه کې د افغان کډوالو د چارو فعاله فرحناز رحماني
په ترکیه کې د افغان کډوالو د چارو فعاله فرحناز رحماني

په استانبول کې افغان جنرال قونسل په ترکیه کې د غیر قانوني افغان کډوالو په ډېروالي اندېښنه ښيي او وايي، د ځینو افغانانو غیر قانوني چلند لامل کېږي چې د نورو افغانانو ژوند ګران کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG