د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د کندهار د خاکرېز اوسېدونکي: د لارې د بندېدو له امله قحطۍ سره مخ یو


ارشیف، د کندهار یوه ولسوالۍ چېرته چې تلاشي کېږي, 10May2010
ارشیف، د کندهار یوه ولسوالۍ چېرته چې تلاشي کېږي, 10May2010

د کندهار ولایت خاکرېز ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې دي.

د لارو د تړلو له امله د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او وایي، که لار ژر خلاصه نه‌شي په ياده ولسوالۍ کې به بشري ناورين رامنځته شي.

د تېرو ۱۰ ورځو راهيسې د کندهار د شمالي ولسوالۍ خاکرېز لویه لار د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو پر مخ تړل شوې.

په کندهار ښار کې د خاکرېز ولسوالۍ بند پاتې اوسېدونکي وایي چې عمومي لار وسله‌والو طالبانو د تګ راتګ پر مخ تړلې، خو پر فرعي لارو بيا افغان ځواکونه د تګ راتګ اجازه نه‌ورکوي چې له امله‌يې په ياده ولسوالۍ کې خوراکي او نور اړين توکي خلاص شوي چې خلک‌يې د قحطۍ له خطر سره مخ کړي.

د خاکرېز اوسېدونکی جمعه‌ګل وايي:

"دا ۱۵-۲۰ ورځې کېږي چې مکمل لارې د دواړو خواو بندې دي، خوراکي شیان نه‌رسېږي قحطي جوړه ده، خلک په تکلیف دي، مریضان ښار ته نه‌شي تلی."

د کندهار ولایتي چارواکي وایي، د خاکرېز ولسوالۍ عمومي لار وسله‌والو طالبانو د خپلو بريدونو په هدف د خلکو پر مخ تړلې او دوی يې د خلاصون لپاره پوځي عمليات پیل کړي دي.

د کندهار ښآر
د کندهار ښآر

د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منيب وایي، د لارې په بندېدو کې امنیتي ځواکونه نه‌دي ښکېل.

ښاغلی منیب زیاتوي:

"مشکل اصلاً د وسله‌والو مخالفینو دی چې هلته په خاکرېز کې د شاه مقصود زیارت ته نږدې يې ځايي اوسېدونکي تر فشار لاندې راوستلي، څو له ساحې څخه‌يې وباسي او ماینونه خښ کړي او پر عمومي لار يې په څو سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کړي، زموږ امنیتي ځواکونه کوښښ کوي چې په روانو عملیاتو کې لار خلاصه کړي."

وسله‌والو طالبانو ویلي، د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ لويه لار يې د عامه تګ راتګ پر مخ نه، بلکې د امنیتي ځواکونو پر مخ تړلې ده.

خاکرېز د کندهار ښار شمال ته په ۶۰ کېلو مترۍ کې موقعیت لري چې شمال ته‌يې غورک، جنوب ته‌يې ارغنداب، ختیځ ته‌یې شاه ولي‌کوټ او لوېدیځ ته‌یې میوند ولسوالۍ موقعیت لري.

د اټکل له‌مخې دغه ولسوالۍ ۱۱۲۸ کېلو متره مربع مساحت او یو لیک او ۲۰ زره نفوس لري.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG