د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

په هلمند کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې


ارشیف، په کندهار کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبقیږي, 10 Jan 2018
ارشیف، په کندهار کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبقیږي, 10 Jan 2018

په هلمند ولايت کې د ګوزڼ يا پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.

د هلمند د روغتیا رئيس وايي، په نوزاد ولسوالۍ کې يو شپږ مياشتنى ماشوم چې د دې واکسين يو ډوز ورکړل شوى و، په‌دې ناروغۍ اخته شوى دى.

ډاکټر عبدالاحد حازم ازادي راډیو ته وویل، څه باندې يو نيم کال کېږي، په نوزاد کې کوچنيانو ته د ګوزڼ ضد واکسين نه دى ورکړل شوى:

"د ده د عمر مطابق کور په کور کمپاين نه‌دى شوى، ځکه دى له واکسين څخه پاتې شوى دى. دغه ماشوم يو ډوز واکسين اخېستى، خو موږ بايد هلته په کتلوي ډول ټول کوچنيان واکسين کړي واى چې په ټوله کې د ټولې سيمې معافيت لوړ واى او وايروس تاثير نه کولاى."

د هلمند د روغتيا رئيس وايي، د کور په کور واکسين د تطبيق پر سر له وسله‌والو طالبانو سره اختلاف شته.

له دې سره په روان ميلادي کال کې په هلمند کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ٣ ته ورسېد.

د روغتيا وزارت وايي، په روان کال کې د ټول افغانستان په سطحه د دې ناروغۍ ٧ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ٣ په هلمند، ٢ يې په کندهار او ٢ په ارزګان کې وې.

بشپړ یې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

XS
SM
MD
LG