د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

امېدواره مېرمن: لویه جرګه کې مې ځکه ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم مې سوله وویني


ارشیف، په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه, 29 April 2019 لویه جرګه
ارشیف، په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه, 29 April 2019 لویه جرګه

د اتو میاشتو امېدوارې مېرمنې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په‌دې هېله ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې رالوی شي.

مېرمن مینا احمدزۍ له ګڼو ستونزو سره د کندهار ولایت له پنجوايي ولسوالۍ څخه په لویه جرګې کې ګډون کړی.

نوموړې وايي، جګړې یې د کورنۍ ټول غړي اخیستي او یتیمان ورپاتې دي:

"ما خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، جګړې موږ ته یتیمان پرېښودل، دغه جګړه کې مې درې وروڼه ووژل شول، همدارنګه اوښي‌ګان مې هم له لاسه ورکړل."

د یوې امېدوارې مېرمنې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په‌داسې یو وضعیت کې له کوره بهر ولاړه شي، خو مینا وايي، غواړي راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې ژوند وکړي:

"که سوله نه‌وي راتلونکی ماشوم مې هم په امن کې نه‌شي اوسېدلی، غواړم چې نور طالبان جنګ بس کړي او د افغان میندو او خویندو ژړا او کوکو ته وګوري."

د سولې په مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ سلنه‌یې ښځې جوړوي.

د دغې جرګې د جوړونکي کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د جرګې د ۵۲ کاري کمېټو د ۱۳ هغو مشرانې ښځې دي.

ارشیف، د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مشر او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 25 Feb 2019

ولسمشر محمد اشرف غني بیا د جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، تمه لري چې ښځې په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.

مینا چې د ۳۳مې کمېټې غړې ده وايي، د ښځو نظریاتو ته د دوی په کمېټه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټې مشره فرزانه کوچۍ په بېلابېلو کمېټو کې د ښځو غړیتوب او د یادو کمېټو مشرتابه ته د دوی راتلل ډېر مهم ګني.

مېرمن کوچۍ زیاتوي:

"په‌‌دغو کمېټو او اداري پلاوي کې د ښځو حضور اړین وو، ځکه دا نورو ښځو ته لار پرانیزي څو خپل نظریات شریک کړي."

ارشیف، د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټو مشره فرزانه کوچۍ د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې , 30 Aug 2018

په‌دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

۲۶ کلنه مینا چې د ژوند لومړی ملګری یې په یوه بمي برید کې وژل شوی وايي، د کلي ښځو ورته دا مسؤلیت سپارلی چې د نورو په استازیتوب د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

مېرمن احمدزۍ زیاتوي:

"د کلي خلکو او په ځانګړې توګه میندو راته دا مسؤلیت سپارلی، څو په جرګه کې د هغوی نظریات شریک کړم چې زموږ اولادونه تعلیم وکړي."

د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان په ولایتونو کې شااوخوا ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو مینا هم لکه د خپل کلي د میندو په شان دا هیله لري چې راتلونکی ماشوم‌یې لوستی وي او تعلیم وکړي.

هغه هیله چې په سوله او امن کې ورته ښه شرایط برابرېدای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG