د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د ولسي جرګې ۱۷مه دوره د ولسمشر غني له خوا په رسمي توګه پرانيستل شوه


د افغانستان د ولسي جرګې ۱۷مه دوره پرانیستل شوه
د افغانستان د ولسي جرګې ۱۷مه دوره پرانیستل شوه

بالاخره د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې له انتخاباتو شپږ میاشتې وروسته د دغې جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې لومړۍ غونډه د افغانستان د ولسمشر له خوا په رسمي توګه پرانیستل شوه او د جرګې غړو په کې د لوړې مراسم ترسره کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د افتتاح په مراسمو کې وویل، د انتخاباتي کمېسیونو د ځینو غړو د بې کفایتۍ له ا مله دغه ورځ شپږ میاشتې وځنډېده.

ده وویل:

"موږ باید شپږ میاشتې مخکې د دغې ورځې شاهدان وای، موږ ۶ میاشتې انتظار وکړ، ځکه د انتخاباتي کمېسیونونو د ځینو غړو د بې کفایتۍ له امله د انتخاباتو نتایج وځنډېدل، نن خوښ یم چې د خلکو کور د ملت د استازو کوربه دی، تاسې ته دې مبارک وي."

ولسمشر په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د استازو په نه شتون خواشیني وښوده او تینګار یې وکړ چې د انتخاباتي کمېسيونونو له خوا دې ژر د دغه ولایت د انتخاباتو نتایج هم اعلا ن شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیتي دورې له پیل سره سم د کوچیانو د حوزې په ګډون، د کابل او پکتیا له ولایتونو پرته د درې پاتې ولایتونو د انتخاباتو نتایج اعلان کړل.

ښاغلي غني د ولسي جرګې نویو غړو ته وویل، تاسي باید خپل صلاحیتونه له قانون سره سم عیار او خلکو ته لا خدمتونه ترسره کړئ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

​ښاغلي غني وویل:

"د تېرو دورو نیمګړتیاوې باید تکرار نه شي، راځئ چې د درې ګونو قوو په همغږۍ دغه دوره د ملي یووالي د پیاوړتیا په نوم یاده کړو."

ښاغلي غني د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلي او له ولسي جرګې یې وغوښتل چې د دغو ځواکونو له مسؤلینو سره له پخوا زیاته همکاري وکړي.

ځینو کاندیدانو چې د انتخاباتو په لومړي لېست کې راغلي او تر پرونه یې په دغو شرایطو کې د جرګې له پرانیستلو سره مخالفت کاوه، نن یې دغه اقدام وستایه.

فوزېې ناصریار ازادي راډیو ته وویل:

"اوس چې پرانيستل شوه، د خلکو د کور دروازه د خلکو پرمخ خلاصه شوه، دا نېک قدم دی، ځکه ځینو ویل چې جمهور رئیس د شورا د افتتاح اراده نه لري او د سیاسي معاملو قرباني کېږي، هیله ده چې د کابل نتایح هم اعلان شي."

ښاغلي غني داهم وویل چې ځینې د شکونواو بدګمانیو په خپرولو سره غواړي قانون کمزوری کړي او د کودتا په فکر کې شي، خو د ده په خبره، قانون خپل حاکمیت لري او اوس د کودتاګانو وختونه تېر شوي دي.

که څه هم ځیني سیاسیون د جوزا له لومړۍ وروسته د ولسمشر د کار موده غیر قانوني ګڼي، خو ښاغلي غني د ولسي جرګې په پرانيسته کې وویل، له ولسمشریزو انتخاباتو پورې ولسمشر دی او له خلکو او امنیتي ځواکونو سره ېې خواخوږي مسؤلیت دی، نه انتخاباتي کمپاین.

د ولسی جرګې ۱۷مه تقنیني دوره په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې په پام کې ده د سولې مشورتي لویه جرګه تر راتلونکو درې ورځو پورې په کابل کې جوړه او د خلکو استازي به په کې ګډون وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG