د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

په هلمند کې د پولیو نوې مثبتې پېښې او په اړه‌یې اندېښنې


په هلمند کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین د یوه پوسټر انځور
په هلمند کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین د یوه پوسټر انځور

د هلمند د عامې روغتیا رئیس عبدالاحد حازم وايي، تازه د دې ولایت په واشیر ولسوالۍ او سنګین ته نږدې د نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي او د دې وایروس د موجودیت په اړه‌يې اندېښنې ډېرې کړې دي.

د روغتیا رئيس وویل، د پولیو ضد واکسین پروګرام د هلمند په شمول په ټول هېواد کې د یو شمېر ملحوظاتو له امله درېدلی دی.

عبدالاحد حازم ازادي راډیو ته وویل، دا چې د تېرو نږدې ۱۱ میاشتو راهيسې د واکسین د تطبیق پر سر جنجالونه وو، نو ځکه د پولیو د خطرناک وایروس د زیاتوالي او نورو پېښو د رامنځته کېدو احتمال ډېرېږي.

روغتیا پالان وايي، د پولیو د وژونکې ناروغۍ وایروس هغه وخت له‌منځه وړل کېدای شي چې واکسین‌يې تر هر ماشوم پورې ورسېږي.

په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پوليو د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶ ته ورسېد چې ټولې يې په جنوبي ولایتونو کې دي.

د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي د هلمند د عامي روغتیا له رئیس سره مرکه کړې او په پیل کې يې د تازه پېښو په اړه پوښتنه ترې کړې ده.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

XS
SM
MD
LG