د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د کرکټ د ۳ واړو جوړښتونو لپاره نوي لوبډل‌مشران معرفي شول


د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال.05 اپریل 2019
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال.05 اپریل 2019

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې د درې واړو فارمټونو یا جوړښتونو لپاره نوي لوبډل‌مشران او مرستیال لوبډل‌مشران معرفي کړل.

​د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نائب د لوبډل‌مشر او ورسره راشدخان د مرستیال لوبډل‌مشر، د شل اوورېزو لوبو لوبډل‌مشر راشد خان او ورسره مرستیال لوبډل‌مشر شفیق الله شفق او د ټېسټ سیالیو لپاره رحمت شاه او حشمت الله شهیدي د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوي دي.

غوراوي کمېټې سربېره پردې په‌دغه خبري ناسته کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې له‌منځه به یې د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت وروسته د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.

XS
SM
MD
LG