د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان اقتصادي ودې هېڅ تغییر نه‎دی کړی


د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز
د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز

۱۳۹۷ کال پای ته ورسېد، خو د افغانستان اقتصادي وضعیت هم په دغه کال کې لوړې ژورې درلودې او هېڅ تغییر یې نه‌دی کړی.

د افغانستان اقتصاد وزارت دغه کال له اقصادي پلوه ښه بولي.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، که څه هم تېر کال وچکالي او د انتخاباتو پروسه د اقتصادي وضعیت په وړاندې له عمده ننګونو ګڼل کېدل، خو بیا هم اقتصادي وده ۲،۷ سنله وه.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن
د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن

ښاغلی بهمن وايي:

"د افغانستان اقتصادي وضعیت نسبتاً ښه دی، د ښهوالي په لور روان دی. سږکال وړاندوینه کېده چې ښايي د افغانستان اقتصادي وده راولوېږي او له ۲،۵ سلنې راټیټ شي، خو ارقام ښيي چې د کرنې په برخه کې اقتصادي وده رالوېدلې، خو په ټوله کې مو ۲،۷ سلنه اقتصادي وده درلوده او تېر کال ته په کتو تقریباً ورته ده او له نېکهمرغه مثبته ده."

د ښاغلي بهمن په وینا، په تېر لمریز کال کې صنعت د پام وړ وده درلوده چې د دغه سکټور د ودې کچه له ۰،۹ سلنې څخه ۷،۶ سنلې ته زیاته شوې ده.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو پر اساس، د سوداګریز بیلانس په کسر کې هم بدلون راغلی یعنې له ۸۹،۶ سلنې څخه ۸۸،۲ سلنې ته راټیټ شوی په دې معنی چې د صادراتو کچه ډېره او د وارداتو کمه شوې ده.

په تېر لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه یوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې دغه رقم په تېرو وقت کې ۵۰۰ او ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.

د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانیستل، د چابهار بندر له لارې بهر ته د صادراتو د بهیر پیل، په بهر کې د افغانستان د سوداګریزو مالونو لپاره بازار موندنه، د افغانستان د صادراتو د ملي ستراتېژۍ پلي کول، په بهر کې د بازار موندنې په هدف د سوداګریزو نندارتونونو جوړول، له چین، قزاقستان، هند او ازبکستان سره د ټرانزیتي لارو جوړول او د صادراتو لپاره د هېواد د شپږو قلمو مهمو تولیداتو مشخص کول د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي له لاملونو څخه وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت هم اعلان کړی چې د ۱۳۹۷ مالي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د صادراتو کچه د تېر کال د همدغې مودې په پرتله، ۳۲ سلنه زیاته شوې ده.

په ټوله کې د افغانستان صادرات وچه او تازه مېوه، دارويي بوټي، غالۍ، پوست او داسې نور شیان دي و برعکس خوراکي توکي، وسپنیز توکي، نفتي توکي، کالي، برښنايي وسایل او داسې نور شیان له بهره واردوي.

بل‎خوا د افغانستان ماليې وزارت وايي چې ۱۳۹۷ کال له لاسته راوړنو ډک و او په دغه کال کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي:

"موږ د عوایدو د راټولولو په برخه کې له لاسته راوړنو یو ډک کال درلود، په دغه کال کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۷ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې په تېر مالي کال کې د مالي بودجې لګښت د دولت په کچه و چې له ۹۰ سلنې زیات دی."

د ښاغلي مسجدي په وینا په دغه کال کې سلګونه پروژې پلي شوې دي.

پروازهای دهلیز هوایی بلخ به اروپا در شمال افغانستان آغاز شد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

دغه‎راز د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په تېر لمریز کال کې د غلې تولید کم شوی، خو د مېوې او سبزیجاتو تولید زیاتوالی موندلی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل:

"په ۱۳۹۷ کال کې یوازې د غنمو په څېر غلې تولید کم شوی، خو د مېوې او سبزیجاتو تولید فوقالعاده ډېروالی درلود مثلاً بادام، پستې، انګور، انار، زردالو، شفتالو، ګېلاس هغه مېوې وې چې د تېر کال په پرتله په ۱۳۹۷ کال کې یې زیاتوالی موندلی."

د ښاغلي رستمي په وینا، په دغه کال کې ۴۵ زره جریبه ځمکه د مېوې باغونه جوړ شول، ۴۵۰ ممیز خونې، ۲۳۵ د اوبو لګولو پروژې، د سبزیجاتو د مراکزو جوړول، ۳۰ زره مېرمنو ته د کورنیو باغچو وېش، د مسلخونو جوړول، د محصولاتو د کیفیت لپاره د قرنطین د شبکو جوړول، د اوبو لګونې د کانالونو جوړول او داسې نور د دغه وزارت له لویو پروژو وې چې د دوی په وینا پلي شوې دي.

ښاغلی رستمي وايي چې په ۱۳۹۷ کال کې وچکالي د کرنۍ او مالدارۍ په وړاندې یوه لویه ننګونه وه.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې په ۱۳۹۷ کال کې سوداګرۍ او پانګونې کموالی درلود.

د دغې خونې مرستیال خان‎جان الکوزی وايي چې لا تر اوسه هم د سوداګرو په وړاندې عمده ننګونې پر خپل ځای دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان‌جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

ښاغلی الکوزی زیاتوي:

"تر اوسه هم د امنیت ستونزه شته، اداري فساد کاملاً لهمنځه نهدی تللی، اوس هم زېربنا چې ځمکه، برښنا او اوبه دي، نهشته."

هغه دغه‎راز د صادراتو زیاتوالي او د وارداتو کموالي ته اشاره وکړه او ویې‎ویل چې صادرات یو میلیارد او واردات له ۸ میلیاردو ۷ میلیاردو ته راټیټ شوي دي.

د ښاغلي الکوزي په وینا، د هوايي کوريډورونو له لارې يې په ۱۳۹۷ کال کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت شااوخوا ۵ زره ټنه محصولات بهر ته صادر کړي دي.

بل‎خوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان له ډلې یې سیف‎الدین سیحون وايي چې افغانستان تر ډېره مصرفي او وارداتي هېواد دی او تر هغه چې په تولیدي زېربناوو بسنه ونه‎شي، په دغه هېواد کې به اقتصادي وده ستونزمنه وي.

اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون
اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون

ښاغلی سیحون زیاتوي:

"د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره باید اقتصادي ظرفیتونه جوړ شي، دغه هېواد باید له وارداتي او مصرفي څخه تولیدي شي، تر ټولو اړینه دا چې حکومت باید داسې تګلاره غوره کړي څو له طبیعي سرچینو ګټه واخیستل شي."

ښاغلی سیحون ټینګار کوي چې باید د کورنیو او بهرنیو پانګه‎والو لپاره د انرژۍ او پانګونې د اسانتیاوو په برابرولو سره خوندي کاري چاپېریال جوړ شي ترڅو په دغه هېواد کې د ډېرو صنایعو په رامنځته کولو سره، اقتصادي وضعیت ښه شي.

گزارش: حسیب‎الله تلاش

XS
SM
MD
LG