د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

سېلابونو په فراه، کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې سخت زیانونه اړولي


په هرات ولایت کې سیلاب
په هرات ولایت کې سیلاب

سختو سېلابونو په فراه، هلمند، کندهار او هرات کې خلکو ته ډېر زیان اړولی دی.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم سیاس پرون د مارچ په دوهمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې ډېر تاوان په فراه کې خلکو ته رسېدلی دی.

هغه وویل چې نن به یو حکومتي پلاوی له نقدي مرستو سره فراه ته ولاړ شي.

محمد اسلم سیاس وایي:

"له پنځو تر لسو ميلیونو افغانۍ به واستول شي، دوضعیت تر څارنې وروسته که اړتیا زیاته وه، نورې پېسې به هم ور واستول شي."

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم
له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم

​سیاس وویل چې تر اوسه دا دقیقاً نه ده معلومه چې څومره کسان مړه شوي او خلکو ته څومره مالي تاوان رسېدلی دی.

د ازادي راډیو د خبریال په وینا، د فراه په مرکز او د هغه ولایت په لسو ولسوالیو کې خلک ډېر متضرر شوي دي.

په ولسي جرګه کې د فراه پخوانۍ وکیلې، بلقیس روشن د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په فراه کې د شدید باران له امله سخت سېلابونه راغلي او وضعیت کړکېچن دی.

بلقیس روشن وایي:

"ښايي خلکو ته ميلیونونه افغانۍ تاوان رسېدلی وي، سېلاب د خلکو کورونه، د هغوی هست او نیست وړي دي، اوس د هغوی ځان له خطر سره مخامخ دی، دلته له ملي اردو پرته بل چا مرسته نه ده کړې."

د فراه یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه مرسته نه ده ورسره شوې.

هغه پرته له دې چې خپل نوم واخلي، ویلي:

"زموږ کورونه، ښځې او ماشومان په سېلاب کې بند پاتې شول او هېڅ څوک نشته چې را ویې باسي."

سیلاب‌های سنگین در فراه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

​سیاس پرون ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې چا ته ځاني تاوان نه دی رسېدلی.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) پرون په یوه بیان کې وویل چې د کندهار په مختلفو ولسوالیو کې ۲۰ تنه د سیلابونو له امله مړه شوي دي.

اوچا ویلي چې په کندهار کې په مړو کې ماشومان هم شامل دي.

د اوچا په بیان کې ویل شوي چې د کندهار په ارغنداب، دامان، سپین بولدک او ډنډ ولسوالیو کې د کوچنیانو په ګډون لس تنه ورک دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا، نږدې ۵۰۰ کوچیان د ارغنداب دریاب په غاړه بند پاتې دي چې باید په بېړني ډول په الوتکو کې وژغورل شي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم پرون ازادي راډیو ته ویلي چې په لښکرګاه کې سېلابونو ۶ تنه وژلي او ۴ تنه ټپیان دي.

په هرات کې هم سېلابونونو خلکو ته تاوان رسولی دی.

د طبیعي افتونو قربانیانو ته د مرستې رسولو د ادارې یوه چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ټول افغانستان کې زیاته واوره شوې او لارې خرابې دي له دې امله خکلو ته د مرستې رسولو کار له خنډ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG