خبرونه
د ایران په جنوب کې یوې زلزلې زیانونه اړولي دي

د ایران په جنوب کې د ریکتر په کچه د پنځو اعشاریه درې درجې په ځواک یوې زلزلې زیانونه اړولي دي.
دا زلزله چې پرون شوې ځینې ودانۍ ویجاړې کړي او لږ تر لږه پنځه کسان یې ژوبل کړي هم دي.
د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې پرون وویل، دا زلزله د بندر خمیر ښارګوټي په پنځلس کیلومترۍ کې شوې.
بندر خمیر ښارګوټی د ایران په جنوبي ولایت هرمزګان کې پروت دی.
د زلزلې ټکانونه په بحرین، سعودي عربستان، عمان، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او افغانستان کې هم حس شوي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي په پنځو ژوبلو شویو کسانو کې درې ښځې شاملې دي.
ایران چې پهکې تل زلزلې کېږي، تېر نومبر میاشت عراق ته نږدې په لویدیځه برخه کې د شپږ اعشاریه څلورو درجو په ځواک د یوې زلزلې شاهد و چې پهکې څه باندې اوه سوه کسان ټپيان شوي و.
د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر کې بیا د ذهاب پله سیمې ته نږدې د اوه اعشاریه درې درجې زلزلې ۶۲۰ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپيان کړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له تیرې یوې میاشتې راهیسې نژدې څلورنیم لکه افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای.او.ایم) وایي، په تیره څه باندې یوه میاشت کې نژدې ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان نن دوشنبه( د چنګاښ ۱۶) ویلي چې دغه شمیر کډوال د جون له لومړۍ د جولای تر پنځمې نیټې پورې راغلي دي.
دغه ستنیدنه وروسته له هغه ترسره شوې چې ایران په دغه هېواد کې بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د جولای تر شپږمې ( د چنګاښ ۱۵) پورې له هغه هېواده ووځي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند فرانس پریس ته ویلي، د کال له پيله د ټولو راستنو شویو کسانو شمیر څه باندې ۹۰۶ زرو ته رسیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د کډوالو په دې شمیر کې را ستنېدنه یو ناورین بللی دی.
ټرمپ وايي، د اسراییل او ایران ترمنځ یوه دایمي موافقه غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې په درشل کې ویلي دي چې له هغه سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ د یوې دایمي موافقې په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي ټرمپ تېر ماښام له نیوجرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو پرمهال دا څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پر ایران د متحدوایالتونو حملو د دې هېواد حساس اټومي تاسیسات له منځه وړي دي.
متحدوایالتونو د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال په فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي حملې وکړې.
له د حملو وروسته امریکايي چارواکو وویل چې د دې حملو په نتیجه کې د ایران اټومي پروګرام خورا ډېر شاته پاتې شوی دی.
په پام کې ده چې ټرمپ او نتنیاهو نن په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري. دا به په تېرو ۶ میاشتو کې د دواړو مشرانو دریمه لیدنه وي.
طالبان وايي، د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اجازه نه ورکوي

د طالبانو حکومت خبرداری ورکړی چې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت غیرقانوني دی.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند حافظ برکت الله رسولي په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون پرون پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویلي دي چې که څوک د ګوند په نوم فعالیت وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي: غږ رسولي
(د عدلیې وزارت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو په نوم هرراز فعالیت غیرقانوني بولي او خبرداری ورکوي چې په دې نوم هرراز سیاسي فعالیت به تر قانوني او شرعي تعقیب لاندې وي. د عدلیې وزارت په تېرو څو کلونو کې د ځینو سیاسي ګوندونو دفترونه چې فعالیت یې کاوه موندلي او د هغوی د فعالیت مخه یې نیولې ده او دا بهیر به دوام وکړي.)
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم پر افغانستان واکمن شو او په تېرو نژدې څلورو کلونو کې یې د خپلو ټولو مخالفینو پر فعالیت بندیز لګولی دی. ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي خو طالبانو دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.
د ملګروملتونو عمومي اسمبله د افغانستان د وضعیت په اړه بحث کوي

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو عمومي اسمبله نن د افغانستان د روان وضعیت په اړه په خپله غونډه کې بحث وکړي.
دا غونډه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د ملګروملتونو په مقر کې پیلېږي او سرلیک یې دی، د افغانستان وضعیت او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره د هغه ننګونې. د م. م عمومي اسمبله به د دې درې ساعته بحثونو په پای کې یو پرېکړه لیک هم تصویب کړي.
تمه ده په پرېکړه لیک کې به په افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او ښځو د ارمانونو لپاره د نړیوالې ټولنې پر ژمنو ټینګار وشي.
بشري حقونه، په تېره د نجونو تعلیم او کار هغه مسایل دي چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په پرله پسې ډول د نړیوالي ټولنې له خوا پرې ټینګار شوی.
د هېواد په څوارلسو ولایتونو کې د بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل کېږي

د هېواد د هواپېژندنې ادارې اټکل کوي چې نن به په ۱۴ ولایتونو کې درانه بارانونه وشي او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل نن دوشنبې د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګو، پکتیا، پکتیکا او خوست په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ او ۴۵ میلي مترو ترمنځ د درنو بارانونو او له دې کبله د سېلابونو د راوتلو امکان شته.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو پرون وویل، په بټي کوټ، ګوشتې، لالپورې، نازیانو، مومندرې، کامې او نورو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله دوه ماشومان مړه شوي، یوشمېر نور ټپیان دي او د خلکو کورونو او کروندو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د ترکیې په جنوب کې له ژوبڼ څخه تښتېدلي زمري پر یوه بزګر برید وکړ

د ترکیې په جنوب کې یو بزګر نن وروسته له هغه ټپي شو چې له ژوبڼ څخه یوه تښتېدلي زمري برید پرې وکړ.
د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو له مخې د مناوګټ Manavgat د تفریحي سیمې له ژوبڼ څخه دا تښتېدلی زمری وروسته په ډزو ووژل شو.
دا نارینه زمری چې زیوس نومېده، سهار مهال له خپل قفس څخه وتښېد او څو ساعته وروسته یې پر یوه ۵۳ کلن بزګر چې په کرونده کې ویده و، برید وکړ. ترکي بزګر ویلي دي چې ده ترپایه جګړه وکړه خو وروسته زمری د پولیسو په ډزو وډار شو او وتښتېد. پولیسو وروسته زیوس د پلټونکو ډرونونو په وسیله په څېرمه ځنګله کې وموند.
تراوسه معلومه نه ده چې دا زمری څنګه له خپل قفس څخه وتښتېده خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د تبت د فرهنګ سیمبول دالای لاما نوي کلن شو

د تبت د بوداییانو مذهبي مشر دالای لاما نن (د جولای په ۶مه) نوي کلن شو.
د هند په دارمسالا کې، هلته چې دالای لاما پر ۱۹۵۹ کال د چین تر ولکې لاندې تبت څخه له تېښتې وروسته دېره شوی دی، زرګونه کسانو د نوموړي د زوکړې ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
په دې مراسمو کې د تبت بیرغ اوچت شو او د تبت ملي سرود وغږول شو.
دالای لاما په خپلو خبرو کې وویل چې “ده خپل ژوند د نورو لپاره وقف کړی دی او بې ګټې ژوند یې نه دی کړی. “
نوموړی ځان ساده بودايي راهب بولي او اعلان یې کړی چې غواړي د خپل مذهبي باور له مخې له مړینې وروسته بیا راژوندی شي. هغه ټینګار کوي چې د ده ځای ناستی باید د بودایي دود په اساس وټاکل شي.
د نړۍ رهبرانو له هغې ډلې د هند صدراعظم نریندرا مودي دالای لاما ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې ده.
په نیپال او نوره نړۍ کې هم په دې مناسبت جشنونه جوړ شوي وو.
دالای لاما چې له څه باندې اوو لسیزو راهیسې په تبعید کې دی، د تبت فرهنګ او هویت ژوندی ساتلی دی او د چین د واکمنۍ پر وړاندې د سوله ایز مقاومت سیمبول بلل کېږي.
سویس په تهران کې خپل سفارت له دوه اونیو ځنډ وروسته بیا پرانیست

د سویس د بهرنیوچارو وزارت اعلان کړی چې په تهران کې د دې هېواد سفارت له دوه اونیو ځنډ وروسته بیا پرانیستل شوی دی.
د سویس سفارت د غبرګولي په ۳۱مه د اسراییل او ایران ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته وتړل شو.
د سویس سفارت په عین حال کې په ایران کې د امریکا د ګټو استازولي هم کوي.
د سویس د بهرنیوچارو وزارت د یوه بیان له مخې سفارت به خپل فعالیتونه په تدریجي ډول بیا پیل کړي.
د ټکزاس په سېلابونو کې د مړو شمېر له ۵۰ واوښت

د امریکا په تکزاس ایالت کې د ویجاړونکو سیلابونو شمېر له ۵۰ اوښتی دی.
په کِر نومې ولسوالۍ کې د پنځلسو ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او په څېرمه سیمو کې د اتو نورو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ژغورنې ډلو پرون د هغو ۲۷ نجونو لټه کوله چې د یوه سیند پر غاړه مېلې ته تللې وې. دا نجونې ترۍ تمې دي او تراوسه یې د مړي- ژوندي حال نه دی مالوم.
په تکزاس کې سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شول او هلته د یوه لوی سیند د اوبو کچه ۸ متره لوړه شوې ده. د تکزاس والي ګریګ ابوټ په یوه خبري غونډه کې دا حالت په ایالتي کچه یو ناورین بللی او له وضعیت سره د مبارزې لپاره یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د فدرالي سرچینو غوښتنه کړې.
اسراییل وايي، د حوثي ډلې یو توغندی یې شنډ کړی دی

د اسراییلو پوځ وايي چې نن سهار یې د یمن له لوري د دې هېواد پر لور ویشتل شوی یو توغندنی کشف او شنډ کړی دی.
د ایران پلوې حوثي ډلې یوه ویاند څو ساعته وروسته په یوه بیان کې وویل چې دې ډلې دا توغندی د اسراییلو د جفا سیمې پر لور توغولی دی.
اسراییلو یمنۍ حوثي ډلې ته ګواښ کړی چې که پر اسراییل حملو ته دوام ورکړي نو هوايي او سمندري لارې به پرې بندې کړي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر خاوره د حماس ډلې له پراخ برید وروسته حوثي ډله وايي، له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ له مخې اسراییل په توغندیو ولي خو ډېری حملې یې یا د اسراییلو له خوا شنډېږي او یا هدف ته نه رسېږي. اسراییلو هم د حوثي ډلې پر مرکزونو پرله پسې حملې کړې دي.