د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د برښنا وزارت په هېواد کې د خصوصي سکټور په مټ ۲۰۰۰ میګاواټه سولري برښنا تولیدوي


د سولري برښنا تختې
د سولري برښنا تختې

د افغانستان د اوبو او برښنا سرپرست وزیر وايي، پلان لري چې په هېواد کې د خصوصي سکټور په مټ ۲۰۰۰ میګاواټه سولري برښنا تولید کړي.

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، د هېواد په ۵ زونونو کې به د خصوصي کمپنیو په پانګه ۲۰۰۰ میګاواټه سلوري برښنا تولید شي.

د اوبو او برښنا سرپرست وزیر محمد ګل خلمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د خصوصي سکټور د استازو په یوې ناسته کې وویل، کورنۍ او بهرنۍ کمپنۍ کولای شي چې په دغه پروژه کې د برخې اخیستنې په هدف د روان میلادي کال تر پای پورې په رسمي توګه خپل چمتووالی وښيي.

ښاغلي خلمي د برښنا د تولید د پلان شوې سولوري پروژې په اړه وویل:

"موږ د افغانستان په ۵ زونونو کې د ۴۰۰ میګاواټو په ظرفیت چې په مجموع کې ۲۰۰۰ میګاواټه سولري برښنا کېږي، یوه بسته اعلان کړې چې خصوصي سکټور په کې پانګونه وکړي او د برښنا شرکت چې د اوبو او برښنا وزارت ملاتړی دی، دغه تولیدېدونکې سولري برښنا وپیري."

ښاغلي خلمي وویل، د اوبو او برښنا وزارت مکلف دی چې د دغې پروژې لېوالو کورنیو او بهرنیو کمپنیو ته د ځمکې، سربنا، قوانینو، تړونونو او داسې نورو چارو اسانتیاوې برابرې کړي.

د ده په خبره، د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره اتلس میاشتې په پام کی نیول شوي او شااوخوا ۳۷۰ میلیونه ډالره به پرې ولګېږي.

د اوبو او برښنا وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، لېوالې کمپنۍ کولای شي چې د سولري برښنا د تولید په دغه پروژه کې حتی د ۵۰ میګاواټو د تولید لپاره هم چمتووالی وښيي او برخه په کې واخلي.

د افغانستان د برښنا شرکت رئيس امان الله غالب وویل، د سولري برښنا تولید به د هېواد په ځینو سیمو کې د برښنا د کموالي ستونزه کمه او بیه به یې هم ټیټه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل، که حکومت خصوصي سکټور ته د امنیت په ګډون یو لړ اسانتیاوې برابرې کړي، ډېری پانګوال به په دغه پروژه کې پانګې واچوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي

​ده زیاته کړه:

"خصوصي سکټور لېوال دی چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، خو له ناامنیو او فساده ویرېږي، د دوی په نظر که په دې پروژه کې مشارکت وکړي، خدای مه کړه، زیان په کې وویني، که حکومت په دې برخه کې اعتماد رامنځته کړي، زه یقین لرم چې خصوصي سکټور راځي او پانګونه په کې کوي."

خو د اوبو او برښنا وزارت وايي، تر اوسه شااوخوا ۴۰ کورنیو او بهرنیو کمپنیو دغه کار ته لېوالتیا ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې عام خلک او د فابریکو خاوندان تل د برښنا له کموالي شکایت کوي.

افغانستان اوسمهال د ضرورت وړ برښنا له ایران، ازبکستان او له تاجکستانه اخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG