د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ارزګان کې د سولې په نوم د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد


ارزګان کې د فوټبال ۲۰ ورځنی ټورنمنټ د اتفاق لوبډلې په بريا پای ته ورسېد.

د دغه ولايت د فوټبال فدراسيون مشر میرزا محمد اميروزی وايي، دغه ټورنمنټ چې د ترينکوټ ښاروالۍ له لوري په لاره اچول شوی و، په‌کې اتفاق لوبډلې لومړی مقام، رحيمي لوبډلې دوهم او ميوند لوبډلې درېيم مقام خپل کړی دی.

ارزګان کې د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد
ارزګان کې د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

مسؤلين‌یې وايي، اتفاق لوبډلې چې په‌کې لومړی مقام ګټلی د يوه کال لپاره به د زون په سطحه د نورو لوبډلو سره لوبېږي.

په ورته وخت کې هغه لوبغاړي چې په‌دغو لوبو کې یې برخه اخیستې وه د لوبو په ترسره کېدو خوښ دي او له نورو ځوانانو غوښتنه کوي چې د نشه‌يي توکو څخه مخ واړوي او لوبو ته مخه کړي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG