د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

یونس قانوني: د سولې د پروسې اړوند ټول اقدامات دې له خلکو سره شریک شي


د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وايي، د سولې د پروسې اړوند ټول اقدامات باید له خلکو سره شریک شي.

  • افغانان له چا سره او څرنګه سوله کوي؟
  • د مذاکراتو اړخونه په کومو مسایلو غږېږي؟
  • د سولې پروسه د چا له‌خوا پرمخ بیول کېږي؟

دا هغه اندیښنې دي چې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس مرستیال محمد یونس قانوني یې مطرح کوي.

ښاغلي قانوني د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د اقتصاد د کمېسیون د رئیس سید مصطفی کاظمي د وژل کېدو د ۱۱ تلین په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې وویل، د سولې د پروسې په اړه د افغانستان خلک په تیاره کې دي.

ده وویل، که د سولې خبرې له خلکو پټې ساتل کېږي دا نو سوله نه، بلکې په افغانستان کې د یو بحران رامنځته کول دي.

نوموړي زیاته کړه​:

"سوله یوې طرحې ته ضرورت لري، د افغانستان د خلکو د تأیید وړ وي له دې امله موږ د سولې په تړاو په تیاره کې پاتې یو. موږ له هغې طرحې چې د افغانستان خلک او په تېره جهادي حوزه کې مستقیم حضور ونه‌لري، په پټو سترګو ملاتړ نه کوو."

ښاغلي قانوني وویل، د سولې اړوند ټول اقدامات باید د افغانستان له خلکو سره شریک شي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې نن د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا طالبانو او د ۱۲ هېوادونو د استازیو په ګډون ناسته جوړه ده.

د مسکو غونډه
د مسکو غونډه

په دغې ناسته کې د امریکا یو استازی هم ګډون لري.

د راپورونو له مخې د دغې ناسته په پیل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې غواړي افغانستان د یو واحد او یو متحد هېواد په توګه پاتې وي او ټول قومونه په‌کې په سوله کې ژوند وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په هدف، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې ځینو هېوادونو ته سفرونو کړي چې افغانستان، پاکستان قطر او متحد عربي امارات شامل وو.

د افغانستان د سولې عالي د اجرائیوي پلاوي غړی او سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، د سولې د مذاکراتو اړوند ټول مسایل او اقدامات له یوې واضح طرحې سره د افغانستان له خلکو سره شریک شوي دي.

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

"د سولې د پروسې مالکان موږ یو او رهبرې یې هم زموږ د خلکو ده. د سولې په عالي شورا کې موږ د خپلو خلکو غوښتنې منعکسوو. هره موافقه چې وکړو او خلک یې تأیید نه‌کړي او ډاډ من نه‌شو، هغه موافقه نه لاسلیکوو."

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، کلونه کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کېږي، خو تر اوسه داسې مثبته نتیجه چې افغانستان ته تل‌پاتې سوله راولي، نه‌ده لرلې.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG