د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

انصاري: د خبریالانو پر وړاندې د جرایم معافیت دې محو شي


په شمال زون کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټه وايي چې ورځ تر بلې د افغان ژورنالېستانو په وړاندې امنیتي، جنايي خشونت مخ په زیاتېدو دی او د ملي یووالي حکومت هم د خبریالانو د قتلونو او تاوتریخوالو د پېښو په څېړلو کې پاتې راغلی.

په شمال زون کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې مشر بشیر انصاري وايي چې افغان خبریالان په بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د محلي زورواکو، ناپېژنده وسله‎والو، د دولت ضد مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر ګواښونو لاندې فعالیت کوي چې یادې مسئلې د خبریالانو ترمنځ کاري سانسور ته زمینه هواره کړې.

بشیر انصاري په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان له ۱۳ هېوادونو څخه پنځم کتار کې راځي چې د خبریالانو په وړاندې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هغوی د تاوتریخوالي او قتلونو عاملینو ته معافیت ورکول کېږي. دولت باید د خبریالانو په وړاندې د جرایمو عاملینو ته معافیت ورنه‎کړي."

بشیر انصاري
بشیر انصاري

د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې د خبریالانو په وړاندې د جرایم د معافیت د محوې نړېواله ورځ ولمانځه.

په شمال زون کې د یادې کمېټې مشر بشیر انصاري وايي چې د ملي یووالي حکومت دې باید د افغان خبریالانو د قتلونو دوسیې را برسېره کړي او د دغو دوسیو د څرنګوالي او د ترسره شویو تاوتریخوالو په باب تحقیق وکړي، څو یې عاملین مجازات شي.

همدا راز په شمال زون کې افغان خبریالان وايي چې د کار پرمهال د دې ترڅنګ چې د دولت ضد مخالف وسله‎وال او سیمه‎ییز زورواکي ورته خنډ جوړوي، په ډېرو مواردو کې دولتي چارواکي هم د هغوی په مقابل کې د ترسره شوېو تاوتریخوالو عاملین بلل کېږي.

په بلخ ولایت کې د خورشید ټلوېزیون خبریال طاهر سدید یې په اړه وايي:

"په شمال زون او خاصتاً بلخ ولایت کې د طالبانو او سیمه‎ییزو زورواکو ترڅنګ دولتي مسؤلان او امنیتي ځواکونه هم د خبریالانو په وړاندې ستونزې جوړوي، دوی ګواښي او د فعالیت ممانعت یې کوي."

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي هم له افغان دولت څخه غواړي چې د خبریالانو په وړاندې د ترسره شویو جرایمو عاملینو ته معافیت ورنه‎کړي او د قانون په تطبیق سره یې د خبریالانو د قاتلان مجازات کړي.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر قاضي سید محمد سامع داسې وايي:

"افغان دولت مکلفیت لري چې امنیت تأمین کړي، هغه کسان چې د خبریالانو په قتلونو کې لاس لري باید مجازات شي او د بې ګناه خبریالانو د وژنو عاملین باید ونیول شي."

دا په‎داسې حال کې ده چې تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په پایتخت کابل کې د ازادي راډیو د درېیو کارکوونکو په ګډون څه باندې لس ته ژورنالېستان د دولت ضد وسله‎والو کسانو په انتحاري حملو کې وژل شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی-بلخ

XS
SM
MD
LG